«اساسي قانون تعديل د افغان ښځو په زيان دی»
۱۳۹۲ فروردین ۲۲, پنجشنبهدې شبکې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپریل ۱۱) په افغانستان کې د سولې د کړنلاري په اړه د مدنې ټولني، سولي عالي شورا او د حکومتي استازو ګډه غونډه رابللې وه.
څه موده دمخه په پاریس غونډه کې د وسله والو طالبانو یو شرط دا وو، چې د افغانستان په اساسي قانون کې دې بدلون راشي.
طالبانو ویلي چې د اساسي قانون لومړی، دویمي، دریمې او څلورمې مادې پرته نوري ټولي مادې د تعدیل وړ دي.
د افغان د ښځو شبکې غړي لیلما انورې وايي د اوسني اساسي قانون په تعدیل سره به د ښځو د زده کړو او کار پر وړاندي ستر خنډونه رامنځته شي.
"کله چي طالبانو د سولي د عالي شورا له استازو سره د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون غوښتنه کړې او د سولې عالي شورا هم د سولې یوه کړنلاره وړاندي کړې ده نو دا شورا ولې په دې برخه کې یو واضح دریځ نه اعلانوي."
د آغلې انورې په وینا د هېواد اساسي قانون ۲۲مه ماده د افغانستان ښځې او نارینه د قانون پر وړاندې په یو ډول حقونو مکلف ګرځولي دي، چې په تعدیل سره به یې له افغان ښځو دا حقونه واخېستل شي.
د اساسي قانون دغه ماده وايي: چې ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴـﺘﺎﻥ ﺩ اتباﻋﻮ ﺗﺮمنځ ﻫﺮ ﺭﺍﺯ ﺗﺒﻌﻴﺾ ﺍﻭ ﺍﻣﺘﻴﺎﺯ ﻣﻨﻊ ﺩﻯ. ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧستان وگړي ښځینه ﺍﻭ ﻧﺎﺭﻳنه ﺩ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﭘﻪ ﻭړﺍندي ﻣﺴﺎﻭﻱ ﺣﻘﻮﻕ ﺍﻭ ﻭﺟﺎﻳﺐ ﻟﺮﻱ.
خو د سولې عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد چې په پاریس غونډه کې یې هم ګډون کړی وو، وايي چې د ښځو د تعلیم او کار په برخو کې د طالبانو دریځ بدلون موندلی:
"په پاریس کنفرانس کې د طالبانو رسمي او خصوصي نماینده ګانو ګډون درلود د ښځو په ارتباط باندي هغوی وویل چې موږ مطلق د ښځو د تعلیم ملاتړ کوو، دوی حق لري چې تعلیم ترلاسه کړي، دوی حق لري چې کار وکړي."
خو د ولسمشر حقوقي سلاکار نصرالله ستانکزی وايي په اوسنیو شرایطو کې د اساسي قانون تعدیل ته اړتیا نشته، د هغه په خبره دغه قانون د هېواد ټولي دیني او ټولنیزې اړتیاوې پوره کړي دي.
ښاغلی ستانکزی زیاتوي چې په افغانستان کې د نظامونو د ناکامیدو یو لامل هم د قوانینو ژر ژر تعدیل دی:
"په افغانستان کې د نظامونو د بې ثباتۍ یو دلیل هم د قانون بیا بیا بدلون دی، موږ له خپلواکۍ تراوسه ۸ اساسي قانونونه تجربه کړي دي او داسې وخت هم راغی چې هیڅ اساسي قانون مو نه درلود، څه اړتیا ده چې په دې وخت کې د اساسي قانون د بدلون خبره مطرح کوو؟"
په همدې حال کې د افغانستان د ښځو شبکه د سولې په عالي شورا کې د زیاتې ونډې غوښتونکې ده. دا شبکه وايي که چیري د سولې په بهیر کې افغان مېرمنو ته زیاته ونډه ورنه کړل شي نو ښايي د تیرو ۱۱ کلونو لاسته راوړنې له لاسه ووځي. اوسمهال د سولې عالي شورا ۸۰ غړي لري چې له دې ډلې۱۰تنې یې مېرمني دي.