1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان خپله د ۴۶ افغان الوتکو د وراوښتو ادعا بیرته رد کړه

۱۴۰۰ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

د ازبکستان لويې څارنوالۍ د دوشنبې ورځې هغه اعلامیه رد کړه چې په کې يې ادعا کړې وه، چې د تيرې اوونۍ په پای کې ۴۶ افغان الوتکې چې نژدې ۶۰۰ سرتيري يې انتقالول له سرحده تر اوښتو وروسته يې کيناستلو ته اړي کړي دي.

https://p.dw.com/p/3z5U5
Mi 25 Helikopter
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

څارونوالۍ زیاته کړې ده چې لومړنۍ اعلامیه «د چارواکو له خوا د تائيد شوو معلوماتو پر بنست نه وه.»

د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو وروسته، ازبکستان هڅه کوي چې خپلې خاورې ته د افرادو د ورداخلیدو مخنیوی وکړي. خو دغه ګاونډي هيواد ترڅنګ ويلي چې افغانستان سره ښه ګاونډيتوب غواړي.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هیواد د قانون پر اساس، له سرحد څخه د اوښتو هر ډول هڅې مخ به ونيول شي.

له مسکو څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوريت اوسمهال طالبانو سره د سرحد د محافظت او د سرحدي علاقو د وضعيت په اړه په نژدې اړیکه کې دي.

د افغانستان دغه شمالي ګاونډي مخکې ويلي وو چې د تیرې اوونۍ په پای کې (شنبه او يکشنبه) ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ څرخي الوتکې په مجموعي توګه د ۵۸۵ تنو سرتیرو سره دغه هیواد ته رسيدلي دي. له دې نه علاوه ۸۴ افغان سرتيري د ځمکې له لارې د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوريت ته اوښتي دي.

يوې عامه څارنوالۍ ويلي دي چې په دې منځ کې ۱۵۸ تنه ملکيان هم په غیرقانوني توګه له سرحد څخه اوښتي دي. بل دا چې يوه افغان پوځي الوتکه ويشتل شوې هم ده.

د بهرنیو چارو وزارت په عین حال کې ويلي دي چې ازبکستان، افغانستان سره خپل د ښه ګاونډيتوب، دوستانه او کلتوري مناسباتو حفظ غواړي.

دغه وزارت زياته کړې ده چې دوی تر اوسه نه غواړي د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وکړي، خو هیله یې څرګنده کړې چې په افغانستان کې د واک ليږد د «د پيژندل شوو نړیوالو نورمونو» پر اساس په سوليزه توګه ترسره شي.

طالبانو په وروستیو اوونيو کې د افغانستان ډيرې سیمې ونيولې او د يکشنبې په ورځ وتوانیده چې تر شلو کلونو وروسته یو ځل بیا پلازمينه کابل ښار هم ونیسي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.