1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي اتحادیه: بهرني سرحدونه دې تړلي پريښول شي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبه

اروپایي کمیسیون د دغې اتحادیي پر غړو هیوادونو ټینګار کړی دی چې پر غیر ضروري سفرونو لګول شوي بندیزونه دې پر خپل حال پريښودل شي. د اروپایي اتحادیي په خبره د سفري بندیزونو د ختمولو پیل باید په بلاګ کې له دننه څخه وشي.

https://p.dw.com/p/3byGr
Geschlossene Grenze Polen Ukraine bei Medyka
انځور: picture-alliance/PAP/D. Delmanowicz

اروپایي کمیسیون مشوره ورکړې ده چې د هغو هیوادونو پر اتباعو باید سفري بندیز جاري وساتل شي چې د اروپایي اتحادیي غړي نه دي. ټینګار شوی دی چې د دغې اتحادیي بهرني سرحدونه دې د جون میاشتي تر ۱۵ نیټې پورې بند وساتل شي.

د کرونا نړیوال وبا په پام کې نیولو اروپایې مشرانو ویلي دي دي چې په اروپا او نړیواله کچه وضعیت لا هم کړکیچن دی. د کووید-۱۹ ناروغۍ د خپریدو د مخنوي په خاطر د اروپایي اتحادیي غړو هیوادونو په مارچ میاشت کې پریکړه وکړه چې د غیر اروپایي اتباعو پر مخ دې د دغې اتحادیي بهرني سرحدونه وتړل شي.

وروسته تر دې چې امریکا دغه هیواد ته د اروپایي اتباعو پر ورتګ بندیز ولګاوه، د اروپایي اتحادیي کمیسیون هم له دې اتحادیي څخه د باندې، نورو ټولو هیوادونو د اتباعو پر مخ د خپلو سرحدونو د تړلو اعلان کړی وو.

اروپایي مشرانو د جمعې په ورځ په یوه مهم اعلان کې وویل چې د کرونا د نړیوال وبا په ارتباط د وضعیت تر کنترول لاندې راتګ وروسته په لومړي سر کې د اروپا د غړو هیوادونو او شینګن زون دننه سفري بندیزونه لیري کولو پکار دي، البته د غیر ضروري سفر اجازه باید ور نه کړای شي.

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

د اروپایي اتحادیي د داخلي چارو کمیشنرې Ylva Johansson یلووا جوهانسن، وویل چې د اروپایي اتحادیي د بهرنیو سرحدونو له خلاصولو مخکې دې په مختلفو پړاونو کې داخلي سرحدونه پرانستل شي.

نوموړۍ زیاته کړه چې په دې برخه کې به یوه اړونده تګلاره پکار وي: «زمونږ لوموړيتوب دا دی چې ژر تر ژره په شینګن حوزه کې آزاد تګ راتګ ډاډمن کړای شي.»

دا چې د ۲۰۲۰م کال د جون تر ۱۵ نیټې وروسته به په مرحله واره توګه سفري بندیزونه څنګه ختم کړای شي، دا به د روغتیایي وضعت تر ارزونې او ټولو غړو هیوادونو سره تر پراخو سلا مشورو وروسته تر سره شي.

د کرونا ویروس د بحران له امله چې په نړیواله کچه د ژوندانه ټولې برخې اغیزمنې شوي دي، د سیاحت سکتور ته یې هم سخته ضربه رسولې ده. نه یوازې اروپایي اتحادیي، بلکې د نړۍ ټولو هیوادونو سرحدي بندیزونه لګولي دي چې له امله یې خلک غیر ضروري سفرونه نه شي کولی.

دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا