1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي کميسيون: اقتصادي زيانونه له تمې ډير خطرناک شوي دي

۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبه

اروپايي کميسيون وايي چې د کرونا وبا له امله په اروپا کې اوښتي اقتصادي زیانونه له توقع څخه ډير خطرناک شوي دي. آلمان په دې باور دی چې د اروپايي اتحاديې د نورو هيوادونو په پرتله به ژر خپل اقتصاد احيا کړي.

https://p.dw.com/p/3ex1M
Symbolbild Eurozone Haushalt
انځور: picture-alliance/dpa/D. Reinhardt

د تازه ارقامو له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې اقتصادي رکود له هغه څه چې توقع يې کيده ډير رالويدلی دی، خو تمه ته ده چې په راتلونکې کال کې به وضعیت بيرته په تدريجي ډول ښه شي.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د لګول شوو کرونايي محدوديتونو او ټولنيز واټن پورې اړوندو سپارښتنو څخه د راوتلو لارې چارې په بشپړه توګه روښانه نه دي. ځينې هيوادونو به وشي کړی له دغه اقتصادي بحران څخه په ښه توګه راووځي، خو ځینې نور هيوادونه بيا به ډير وخت ته اړتيا لري.

د اروپا تر ټولو ځواکمن اقتصاد درلودونکی هيواد آلمان، په دې باور دی چې د اقتصاد په بيا احيا کې يې ډيرې ستونزې نه لري او تر راتلونکې کال پورې به بيرته خپل پخواني ځای ته ځان ورسوي. خو هسپانيا، ايټاليا او فرانسه به ښايي يوازې تر يوه حده پورې وشي کړای خپل اقتصاد بيرته احيا کړي.

د چارواکو په خبره، د کرونا بحران پر وړاندې مبارزه کې چې تر اوسه کوم اقدامات په اروپا کې ترسره شوي، خلکو ته ګټور ثابت شوي دي. خو اروپايي چارواکي په عين وخت کې دا هم وايي چې د کرونا بحران په دغې وچه کې د ناامني، بي عدالتي او اختلافات هم رامنځ کړي دي.

Deutschland Corona-Pandemie Symbolbild Mundschutz falsch getragen
«که چیرته په اروپا کې د کرونا نوې څپه خپره او حکومتونه د قرنطين لګولو ته اړ شي اقتصادي زيانونه به تر دې هم ډير شي»انځور: Imago Images/M. Weber

د چارو کارپوهان وايي چي په دا ډول يو وضعيت کې تر ټولو اړينه خبره دا ده چې د اقتصادي وضعيت د ښه کيدو له پاره د اروپايي کميسيون له خوا پر ټاکل شوو اقداماتو باندې ژر تر ژره توافق وشي، تر څو د پيسو دوران پیل او د خلکو له پاره د اطمينان فضا رامنځ ته شي.

د اروپايي کميسيون په حواله، حاضردمه په دې برخه کې تر ټولو لويې ستونزې بې روزګاري، د بريتانيا او اروپا تر منځ د اړيکو ناڅرګندتيا او په امريکا متحده ايالاتو کې له کنټروله وتلی کرونايي وضعيت دی.

د رپوټ پر اساس، سږکال د دې امکان شته چې د يورو زون د ۱۹ هيوادونو د مجموعي داخلي توليداتو کچه ۸ اعشاريه ۷ سلنه ښکته شي. تر دې وړاندې په می مياشت کې باور پر دې وو چې دغه اقتصادي بحران به تر دې لږ يعنې تر ۷ اعشاريه ۷ سلنې پورې وي. په دې ترتيب د دې امکان شته چې د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړو هيوادونو اقتصاد تر ۸ اعشاريه ۱۰ سلنې پورې راښکته شي.

د چارواکو په خبره، که چيرته په سيمه کې د کرونا يوه بله تازه څپه راشي او يو ځل بيا حکومتونه اړ شي چې قرنطين يا ټولنيز محدوديتونه وضع کړي، په هغه صورت کې به اقتصادي وضعيت تر دې هم ډير خراب شي.

دويچه ويله ا/م.ک.ص./ن.ز      

پر ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: