1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې د بریګزیت له پاره دوه انتخابه ورکړي

۱۳۹۸ فروردین ۲, جمعه

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو نیټې د غځولو تر پریکړې وروسته، بریتانیا اوس باید پریکړه وکړي چې د اروپايي ټولنې دغه پریکړه ومني، د یوې بلې نیټې غوښتنه وکړي او یا په دې ټولنه کې پاته شي.

https://p.dw.com/p/3FTU7
Brüssel Brexit-Gespräche | u.a. Theresa May, Premierministerin Großbritannien
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Augstein

د اروپايي ټولني شورا د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د مارچ میاشتې۲۱نیټه) له دې ټولني څخه د بریتانیا د وتلو نیټې د غځولو له پاره دغه هیواد ته دوه بیلابیل انتخابونه وړاندې کړل. بریتانیا د بریګزیت یا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په تړاو د قانون د ۵۰ مادې د غځولو غوښتنه کړې وه څو له دې ټولني څخه د بریتانیا وتل په منظمه توګه ترسره شي.

د اروپايي شورا وړاندیز

د بریګزیت له پاره د اروپايي ټولنې د لومړي انتخاب پر اساس، که چیري راتلونکې اونۍ د بریتانیا پارلمان له اروپايي ټولنې څخه د دغه هيواد د وتلو سند ته مثبته رای ورکړي، په دې صورت کې بریګزیت د می میاشتي تر ۲۲ نیټې پورې غځیدلای شي. د دوهم انتخاب په توګه اروپايي ټولنې وړاندیز کړی دی چې که چیري د بریتانیا پارلمان دغه سند تائید نه کړي، په دې صورت کې به اروپايي ټولنه د بریګزیت نیټه د اپریل میاشتې ۱۲مه وړاندي کړي.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر دونالد تسک، په دې هکله په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د بریتانیا حکومت به بیا هم يا د معاملې له پاره انتخاب ولري، یا اصلاً پرته له معاملې، يا د تاریځ ډیر ځنډیدل او یا د قانون د ۵۰ مادې نه عملي کول دي.»

د هغه په خبره د بریتانیا له پاره که پریکړه وکړي چې د اروپايي ټولنې انتخابات ترسره کړي، د اپریل میاشتې۱۲نیټه یو کلیدي تاریخ دی. ټسک وویل: «که چیري دوی [بریتانیا] دغه کار ونه کړي، په دې ترتیب سره په اتومات ډول د [بریګزیت] له پاره د اوږدې نیټې غځیدل ناممکن کیږي.»

بل لوري ته د اروپايي ټولني کمېسیون مشر ژان کلاوده یونکر ویلي دي چې د اروپايي ټولنې پاته ۲۷ غړو هیوادونو د آیرلنډ پولې د کنترول په هکله بریتانیا ته د هغه د قانوني وړاندیز چې د شتراسبوګر تړون په نامه هم یادیږي، ملاتړ کړی دی.

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریسا مې، تر دغې ناستې وروسته ویلي دي چې هغې د اروپايي ټولنې دغه وړاندیز منلی دی او دا چې هغه د شتراسبورګ تړون د تائید هرکلی کوي. هغې وویل: «دا به ښايي [زموږ] پارلمان ته له لا ډیر ډاډ ورکړي چې لومړی خو به بکسټاپ [د شمالي ایرلنډ او ایرلنډ پر پوله کنترول] ونه شي او که وشي دا به یوازې د یوې لنډې مودې له پاره وي.» تریسا مې د بریتانیا د پارلمان پر غړو ږغ وکړ څو دغه وړاندیز ومني او وايي چې دا به سم کار نه وي چې د اروپايي ټولنې په انتخاباتو کې ګډون وشي. د آلمان صدراعظمې انګلامیرکل بیا تر یوه جدي خو بریالي ماښام [ناستې] وروسته د دغه تفاهم هرکلی کړی دی.

د اروپايي ټولنې له لوري دغه نوی وړاندیز به تیریسا مې د بریتانیا د پارلمان له لوري د بریګزیت سند د تائید د تازه هڅې له پاره اړین وخت په لاس ورکړي څو سخت بریګزیت عملي نه شي. دغه سند تر دې وړاندې دوه ځلې د بریتانیا د پارلمان له لوري رد شوی دی.