1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني پر افغانستان د مرستو کمولو گواښ کړی

۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعه

اروپايي‌ ټولنې افغانستان ته د پر له پسې تاوتريخوالو د دوام له کبله د مرستو کمولو ګواښ کړی دی. دغه خبره د جمعې په ورځ د اروپا د بهرنيو چارو د وزيرانو شورا کړې ده.

https://p.dw.com/p/3czPC
Kroatien Treffen EU-Außenminister in Zagreb
انځور: Getty Images/AFP/D. Sencar

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو شورا ويلي دي چې راتلونکی سياسي او مالي‌ ملاتړ په افغانستان کې د ټولو لوبغاړو د همکارۍ لېوالتيا او هلو ځلو پورې اړه لري، په تېره په طالبانو پورې هم. زياته شوې چې تاوتريخوالی د منلو وړ نه دی او بايد فوراً ودرول شي.

له يوه درې ورځني اوربند وروسته يو ځل بيا په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴ سرحدي سرتېري وژل شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت ويلي‌ دي چې دغه سرتېري په ختيځ‌ پکتيا ولايت کې پر يوې امنيتي پوستې باندې د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي. بل لوري ته داسې هم ويل کيږي چې د افغانستان هوايي ځواک د ځايي سياستوالو په خبره د طالبانو پر مواضعو باندې بمباري‌ کړی چې ښايي ملکي‌ وګړي پکې هم وژل شوي‌ وي.

په افغانستان کې له ډېرو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو او په نړيواله کچه د په رسميت پېژندل شوي حکومت تر منځ‌ جګړه روانه ده. په دې وروستيو کې متحده آيالاتو له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړی دی چې د بنديانو تبادله پکې په نظر کې نيول شوې څو د سولې بين الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

په بدل کې بايد هغه نړيوال ځواکونه له دغه هېواد څخه ويستل شي چې تر دې دمه د افغانستان له حکومت څخه پوځي ملاتړ کوي.

افغانستان له کلونو راهيسې د اروپايي‌ ټولنې له خوا د بيا رغونې په برخه کې پرمختيايي‌ مرستې تر لاسه کوي. يوازې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ د پنځو ميليارډو يورو رقم ورته په نظر کې نيول شوی وو.