1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني ته د غير اروپايي اتباعو پر راتگ بنديز

۱۳۹۸ اسفند ۲۸, چهارشنبه

اروپايي ټولني د کرونا پر وړاندي خپل تدابير نور هم سخت کړل او له خپلو سرحدونو څخه يې د هغو کسانو پر راتگ بنديز ولگاوه چي د اروپا تبعه نه دي. خو په دغو بنديزونو کي استثناوي هم سته.

https://p.dw.com/p/3ZcPv
Einreiseverbot für Nicht-EU-Bürger an Deutsche Flughäfen
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

ددغه ۳۰ ورځني بنديز په هکله د اروپايي ټولني حکومتي او دولتي مشرانو د ويډيويي غونډي له لاري موافقه وکړه چي د اروپايي کميسيون مشرې اورزولا فون ديرلاين يې وړانديز کړي وو. فون ديرلاين ددغو سختو تدابيرو د وضع کولو دليل دا وباله چي »په اوس وخت کي د کرونا د بحران مرکز په اروپا کي دی.«

د کميسيون مشري ته د غير اروپايي اتباعو د سفر بنديز په اړه، دا خبره مهمه ده چي په اروپا کي د شيانو د ترانسپورت هغه گډوډي راکمه کړي چي د کرونا بحران له امله رامنځته سوې ده. تر دغي درې ساعته غونډي وروسته هغې په سمدستي توگه د اروپا داخلي مارکيټ ته له گواښ څخه خبرداری ورکړ.

EU-Staaten einigen sich im Kampf gegen Coronavirus
ددغه ویدیویی کنفرانس وړاندیز د اروپایی ټولنی د کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین له خوا سوې ووانځور: picture-alliance/dpa/European Commission/E. Ansotte

فون دير لاين، دا هيله څرگنده کړه چي غړي هيوادونه اوس کولای سي د کرونا د پراخيدو له بيري خپل کنترول د شينگن د سرحدونو په دننه کي يو څه راکم کړي.

همدارنگه ميرکل هم په برلين کي ټينگار وکړ چي د خوراکي موادو انتقال بايد په آزادانه ډول ادامه پيدا کړي. د اروپايي ټولني کمېسيون په وړانديز کي چي د غړو هيوادونو له خوا تأييد سو، په سرحدونو کي د تيريدو پر وخت د لاريو موټرانو له پاره ځانگړي لاري په نظر کي نيول سوي دي.

Coronavirus - Lange Staus an der Grenze zu Polen
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د غير اروپايي اتباعو پر راتگ باندي د بنديز په هکله په ټولو هيوادونو کي کومه ټاکلې نيټه په پام کي نه ده نيول سوې. فون دير لاين دې خبري ته اشاره کوي چي دا د هر غړي هيواد خپل کار دي چي څه کوي. خو په دغه بنديز کي ډيري استثناوي هم موجودي دي. د مثال په ډول هغه غير اروپايي اتباع په دغو مقرراتو کي نه شامليږي چي د اوږده اقامت له پاره ويزه ولري.

همدارنگه ديپلوماتان، پلټونکي او پالونکي هم په هغه کي نه دي شامل. د بريتانيا، آيسلند، ليشتين شتاين، ناروې او سويس اتباعو له پاره دغه ډول مقررات په عمومي صورت اعتبار نه لري.

په اروپا کي هم ورځ په ورځ ورځنی ژوند محدود کيږي. ډير مکتبونه، ټولني او حتي رستورانونه تړل سوي دي. په ځينو هيوادونو کي پر تگ راتگ باندي بنديز لگول سوی دی.

په ډنمارک کي د غونډو پر جوړولو بنديز ولگول سو. تر لسو تنو زيات کسان اجازه نه لري چي په يوه ځای کي سره راټول سي. همدارنگه د شخصي محفلونو جوړولو لکه سالگرو نيولو ته هم اجازه نه ورکول کيږي.