1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه هغو هیوادونو ته چې مهاجر و مني پیسې ورکوي

۱۳۹۷ مرداد ۴, پنجشنبه

اروپايي ټولنه هیله لري چې د دغې بلاک هغه هیوادونه دې ته وهڅوي چې د پیسو په بدل کې، په خپلو هیوادونو کې د مدیترانې سمندرگي له لاري راتلونکو ژغورل شوو مهاجرو ته د هرکلي مراکز پرانیزي.

https://p.dw.com/p/327GC
Freiwillige Helfer Flüchtlinge Konvoi von Ungarn nach Österreich
انځور: DW/A. Shields

د اروپايي ټولنې کمېسیون د سه شنبې په ورځ د دغه اروپايي بلاک د ځينو هیوادونو له پاره د مالي مرستو د تشویقي د بستو وړاندیز کړی دی، څو په دې سره له مدیترانې سمندر څخه ژغورل شوي مهاجرین ومني.

د اروپايي ټولني اجرائیه سازمان په یوه دوه مخیزه طرح کې ویلي دي چې غواړي د اروپايي ټولنې هغو هیوادونو ته د مالي ملاتړ یو بسته وړاندې کړي، چې په خپله خاوره کې د مهاجرو د هرکلي مراکز جوړ کړي. په دغه راز مرکزونو کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د هویت او د دوی د پناه غوښتنې عریضې تر ارزونې لاندې نیول کیږي.

ټاکل شوې ده چې د هر مهاجر په بدل کې به دغه هیوادونه شاوخوا شپږ زره یورو له اروپايي ټولني ترلاسه کړي. سربیره پر دې اروپايي ټولنې د دغو مهاجرو د انتقال مصارف هم پر غاړه منلي دي چې دغه لګښت د هر مهاجر په سر شاوخوا ۵۰۰ یورو ټاکل شوی دی.

تیره میاشت د اروپايي ټولنې مشرانو په اروپا کې دننه د «کنترول د مرکزونو» د جوړولو پر سر بحثونه پیل کړل ترڅو د اروپا په داخل کې د مهاجرو دوسیې وڅیړل شي. سربیره پر دې د افریقا په شمال کې د خروج د مرکزونو پر سر هم بحثونه شوي دي، څو اروپا ته راتلونکي مهاجر په دغه راز مرکزونو کې خپلې عریضې وړاندې کړي. اروپايي ټولنه غواړي چې په دې راز هڅو سره د مدیترانې له لارې اروپايي ټولنې ته د مهاجرو د خطرناک سفر مخه ونیول شي.

ایټالیا چې په دې وروستیو کې یې د مهاجرو پر ضد سخت سیاست غوره کړی، د دوشنبې په ورځ په دې هکله توافق کړی چې غواړي په سمندرونو کې ژغورل شوي مهاجر قبول کړي. دغه توافق تر هغه پورې د عملي کیدو وړ دی ترڅو چې اروپايي ټولنه په دې هکله او د اروپايي ټولنې پر هیوادونو باندې د مهاجرو د ویش په هکله هم یوه جامع حل لاره پیدا کړي.

د اروپايي ټولنې د مهاجرت کمیسار دیمیتریس آوراموپولوس په دې هکله ویلي: «موږ حاضر یوو چې [د اروپايي ټولنې] غړو هیوادونه او دریم ګړي هیوادونو ته د ژغورل شوو مهاجرو د ښه هرکلي د همغږي په برخه کې ملاتړ وړاندې کړو.»

نوموړي زياته کړې ده چې د دغه راز اقداماتو د ژر عملي کولو له پاره موږ اتحاد ته اړتیا لرو، دغه اتحاد نه یوازې د اوس، بلکې اوږد مهال له پاره مهم دی.»

زموږ له ارشيف څخه: