1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د پناه غوښتونکو شمیر د زياتيدو اټکل کوي

۱۴۰۱ دی ۵, دوشنبه

د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې چارو اداره ګومان کوي ​​چې په اروپايي اتحادیه کې به د پناه غوښتونکو شمير ډېر شي – په دوي کي د اوکراين له جگړې څخه تښتيدلي کډوال نه دي شامل شوي.

https://p.dw.com/p/4LQhx
د اوکراین شخړه - له اوکراین څخه د کډوالو لپاره چمتووالی
د اوکراین شخړه انځور: Jörg Carstensen/dpa/picture alliance

د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې چارو ادارې مشرې نینا ګریګوري د فونک ميډيا گروپ، ورځپاڼې سره په خبرو کي دا څرگنده کړٍي، چې له اټکلونو سره سم به په راتلونکې کي د پناه غوښتنليکونه ډېر شي.

په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲م کال کې جیو پولیټیکل پرمختګونه د نړیوال محافظت اړتیاو باندې نيغ په نيغه  اغېزه لرله او د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته د خلکو د راتګ د زیاتوالي لامل شوي.

د پناه غوښتونکو زياتوالې

ګریګوري راپور ورکړی چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشت پورې په اروپايي ټولنه کې شاوخوا ۷۹۰ زره د پناه غوښتنلیکونه ورکړل شوي دي. دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي. په هر حال دا شمیر د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو څخه کم دی. سلووینیا زیاته کړه،  د دوی د ادارې په وینا اکثره پناه غوښتونکي له سوریې، افغانستان او ترکیې څخه راځي.

د یونان د پناه غوښتنې تړون نینا ګریګوري
انځور: Marios Lolos/Photoshot/picture alliance

په نویو ارقامو کې له اوکراین څخه کډوال شامل نه دي. دوی په اروپايي اتحادیه کې لنډمهاله محافظت ترلاسه کوي - پرته له دې چې د پناه غوښتنې اوږد بهیر تیر کړي. د ګریګوري په وینا، تر اوسه د دې له پاره ۴،۷ میلیونه خلک ثبت شوي دي.

د اروپايي ټولني د پناه غوښتني چارو ادارې مشرې ټینګار وکړ چې د لنډمهاله محافظت لارښود فعالول د اروپا د ملي پناه غوښتنې سیسټمونو د سقوط مخه نیسي. په ميلیونونو راجستریشن به د اروپا داخلې سیسټمونه د «پام وړ تر فشار» لاندې کړي.

ګریګوري د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې او مهاجرت د اصلاحاتو په برخه کې د پرمختګ غوښتنه وکړه. هغه د اروپايي اتحادیې په کچه د یوې اعلامیې هرکلی کوي چې رغوونکي د حل لاري باید په  ۲۰۲۴م کال کې د اروپايي ټاکنو دمخه وموندل شي. ځکه چې د پناه غوښتنې ادارې د مشرې په وینا: «په دې مسلو کې پرمختګ به مهم وي.»