1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د کلیدي نقش ملاتړ

۱۳۹۸ فروردین ۶, سه‌شنبه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسولې فیدریکا موگريني، د افغانستان د سولې په روان بهیر کې د افغان حکومت پر نقش باندې ټینګار وکړ. هغې په عین حال کې د دې بهیر ملاتړ اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/3FfG5
Belgien EU Gipfel in Brüssel Federica Mogherini
انځور: picture-alliance/dpa/T. Roge

د موگريني څرګندوني دا ښيي چې اروپایي ټولنه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې له روانو خبرو ډیره راضي نه ده، ځکه تر اوسه پورې افغان حکومت په مذاکراتو کې شامل شوی نه دی او څنډې ته شوی دی.

طالبان اوس هم له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو انکار کوي او ادعا کوي چې هغه د امریکا متحده ایالاتو لاس پوڅی دی.

موگريني د سه شنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې اروپايي ټولنه د افغان ولس تر څنګ ولاړه ده او په افغانستان کې له سولې، امنیت او هوساینې پرته بله کومه اجندا نه لري.

دغي لوړپوړي اروپايي دیپلوماتې ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه د افغانانو په مالکیت او د هغوی په مشرتوب سولي بهیر ملاتړ کوي.

له تیرکال راهیسې د امریکا او طالبانو استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې غونډې سره کوی چې د افغانستان روان کړکیچ ته یوه سوله ایزه حل لاره ومومي، خو دغه بهیر د کابل او واشنګټن تر منځ ځینې ترینګلتیاوې هم رامنځ ته کړي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني، حکومت وایي چې د مذاکراتو له پرمختګونو نه خبریږي او ټینګار کوي چې د «باثباته او باعزته» سولي له پاره باید افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته کښېني. طالبان بیا د امریکا او نورو هیوادونو پر فشارونو سربیره هم له دې ډډه کوي چې د ولسمشر غني له استازو سره مذاکرات وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشري په کابل له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، سره لیدلي دي.

M.J/N.Z(APE,dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب