1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د اوړې او ژمې د وخت توپیر له منځه وړي

۱۳۹۷ شهریور ۹, جمعه

د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلاود یونکر، ویلي دي چې اروپايي ټولنه غواړي چې ځان د ژمي او اوړي له ساعتي توپیر څخه خلاص کړي. دغه پریکړه د اروپا په کچه تر یوې سروې وروسته کیږي.

https://p.dw.com/p/344pj
Zeitumstellung Sommerzeit
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

په اروپا کې د اوړې او ژمې وخت د یوه ساعت په اندازه سره توپیر لري. اروپايان په ژمي کې خپل ساعتونه یو ساعت شا ته کوي چې خپل وخت په اصطلاح له ژمني مهال ویش سره برابر کړي. خو دغه هر څه ښايي ډیر ژر له منځه ولاړ شي ځکه د ټولې اروپا په کچه ترسره شوې یوه سروې ښيي چې ډیری اروپايان د دې موضوع د له منځه تلو او په ټول کال کې د یو ډول وخت غوښتونکي دي.

د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلاود یونکر، د جمعې په ورځ همدا خبر وکړه او ویې ویل چې په اوړي او ژمي کې د وخت بدلون ښايي ډیر ژر له منځه ولاړ شي.

دغه اروپايي چارواکي د آلمان له ZDF رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې هغه به د دې موضوع د له منځه تلو غوښتونکی شي.

یونکر وویل: «موږ به یې په اړه نن پریکړه وکړو.»