1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي هيوادونه په تدريجي توګه خپلې پولې پرانيزي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۷, شنبه

اروپايي هيوادونه په کرونا ويروس د ابتلا پيښې په کميدو سره اوس غواړي چې په تدريجي توګه خپل سرحدونه پرانيزي. د آلمان حکومت په دې برخه کې د شنبې په ورځ يو لړ عملي اقدامات تر سره کړل.

https://p.dw.com/p/3cKMN
Coronavirus - Grenzkontrolle zu Bayern
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د اروپايي اتحاديې د غړو هیوادونو اتباع، د بشپړ سرحدي محدوديتونو تر لرې کيدو پورې بايد څو اوونۍ نور هم صبر وکړي. آلمان په دې برخه کې د لومړي مهم ګام په توګه، د شنبې په ورځ (د می ۱۶مه) له لوکزامبورګ، اتريش او سويس سره په خپلو سرحدي محدويتونو کې کمښت راوست. په دغه اقدام سره د يو لړ خاصو شرايطو په نظر کې نيولو خلکو ته د دغو هيوادونو ته د تلو راتلو امکانات برابر شوي دي. د هيوادونو تر منځ سرحدونه، د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه تړل شوي دي. 

د آلمان له خوا د يادو هيوادونو سره د سرحدي محدوديتونو کمول يوازې په ځمکنيو سرحدونو کې په نظر کې نيول شوي، هوايي سرحدونه په کې شامل نه دي. د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ د هوا له لارې سفرونه د نورو قواعدو پر اساس تنظيميږي.

 کوم کسان له سرحده د اوښتو حق لري؟

هغه کسان د آلمان او د ذکر شوو هيوادونو تر منځ پولو څخه د اوښتلو حق لري، چې غواړي له سرحد هاخوا د خپلې کورنۍ له غړو او یا هم د خپل خاوند يا ميرمنې سره وګوري. دوی به د شنبې له ورځې له دغه حق څخه برخمن وي. له دې علاوه، په کورنيو مراسمو لکه واده، فاتحه او جنازه او مذهبي مراسمو کې ګډون هم د دې دليل کيدای شي چې افراد له سرحده واوړي.

هغه کسان چې د آلمان له پولې هاخوا په اتريش، لوکزامبورګ او سويس کې ځمکه يا کور لري، هم کولای شي چې د اسنادو په ښکاره کولو له سرحده واوړي.

د آلمان حکومت په دې برخه کې يو فورمه په آنلاين بڼه د ټولو په اختيار کې ورکړې چې په شرايطو برابر افراد هغه بايد ډکه او له سرحده د اوښتو پر وخت يې وسپاري.

د آلمان او لوکزامبورګ پر سرحدي بندرونو کې ايښودل شوې موانع به هم تر دوو مياشتې وروسته لرې کړل شي. د يادونې وړ ده چې آلمان به په بشپړه توګه د لوکزامبورګ، اتريش او سويس سره پر پولو لګول شوي محدويتونه د راتلونکې جون مياشت په ‍۱۵مه لرې کړي.

DW Sendung Fokus Europa Coronavirus Grenze Deutschland Dänemark
انځور: DW

بهرنيان کولای شي له دغو سرحدونو واوړي؟

آلمان بهرنيو اتباعو ته په دې برخه کې سهولتونه برابر کړي دي. هغه افراد چې د آلمان تابعيت نه لري هم کولای شي د خپلو خپلوانو، خويښانو، خاوند او ميرمنې د ليدلو له پاره آلمان ته سفر وکړي.

په آلمان کې د بهرنيانو له خوا د جنازې، فاتحې او د واده په مراسمو کې ګډون هم کيدای شي آلمان ته په سفر کولو کې موثر واقع شي. همدا ډول په آلمان کې د تحصيل او کار په برخه کې به هم بهرنيانو ته د سفر کولو سهولت رامنځ ته شي.

د فرانسې سرحد څنګه؟

په فرانسه کې هم سرحدي کنترول نرم شوی دی. د فرانسې حکومت په وينا د پخوا په پرتله، محدوديتونو کې کموالی راغلی دی. خو د دې سربيره پوليس به د فرانسې په سرحدي بندرونو کې خپل کنترول ته ادامه ورکوي.

د آلمان د يو تلويزيون په حواله، د فرانسې پولیس به پر پوله د مساپرو کنترول د انتخاب له مخې کوي او سرحدي پولیس به د ټولو موټرو له کنترول څخه ډډه کوي.

هغه کسان چې د کورنۍ ځينې غړي يې د فرانسې له سرحده ورهاخوا ژوند کوي هغوی هم کولای شي د آلمان او فرانسې تر منځ په کل ښار کې د اسنادو په وړاندې کولو له پولې واوړي. دغه قانون همدا ډول د هغو کسانو له پاره هم صدق کوي چې په رسمي توګه يې لا واده نه وي کړی.

 ايټاليا په څه حالت کې ده

ايټاليا چې د کرونا له جدي بحران سره مخ خپل سرحدونه به يې د اروپايي اتحادي د نورو غړو هيوادونو سره يو ځای پرانيزي.

دويچه ويله فارسي/م.ک.ص/ا.ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: