1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا اتحادیه: د ۲۰۳۵ کال څخه بیله مضره ګازونو موټرو تولید

۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبه

د اروپا اتحادیې د دولتونو او اروپا پارلمان مرکچیان پر دې باندي سره متفق سوي دي، چي تر۲۰۳۵ م کال وروسته د پترولي او ډیزلي نوو موټرونه خرڅلاو منع کړي.

https://p.dw.com/p/4IndC
Toyota Prius Plugin-Hybrid mit Solardach
انځور: Kazuo Horiike/Jiji Press/dpa/picture alliance

په ۲۰۲۶ م کال کي به بیا پر دغي فیصلې باندي غور وسي. 
د اروپا اتحادیې د کمیسارۍ مرستیال، فرانس تیمرمن دغي موافقې ته په کتو سره صنعت او مستهلکینو ته د یوه قوي زیګنال د استولو خبره کړې ده. په خبره یې اروپا بیله مضره ګازونو موټورونو تولید ته د انتقال او ورتیریدو په حال کي ده.