1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريګزيت - جانسن اروپايي اتحادېې ته له لاسليک پرته ليک استولی

۱۳۹۸ مهر ۲۸, یکشنبه

د بريتانيا صدراعظم د خپلې خوښې خلاف اروپايي اتحاديې ته د لاسليک پرته لیک په استولو د بريګزيت د مهلت ځنډولو غوښتونکی شو. بوريس جانسن په عين وخت کې يو ځل بيا دا ټينګار هم کړی چې هغه د بريګزت له تعویق اچولو سره مخالف دی.

https://p.dw.com/p/3Radn
Großbritannien Brexit Boris Johnson
انځور: imago images/PA Images/M. Crossick

د بريتانيا پارلمان د صدارعظم بوريس جانسن د غوښتنې خلاف، د بريګزيت يا له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو مهلت د تعويق اچولو له پاره راېې ورکړې. دې سره جانسن اړ شو چې د تمې خلاف يې اروپايي اتحاديې ته ليک واستوي. جانسن په دغه ليک کې له اروپايي اتحاديې څخه غوښتنه کړې تر څو له اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو مهلت تمديد کړي. له اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو اوسنی مهلت د روان کال د اکتوبر مياشتې تر ۳۱مې پورې دی.

دا په داسې حال کې دی چې بوريس جانسن تر دې وړاندې ويلي وو: «مرګ منم، خو د بريګزيت د ځنډولو غوښتنه مه مطرح کوئ.»

توسک د يو ټويټري پيغام په خپرولو د بريتانيا له خوا د بريګزيت د ځنډولو په نوم د ليک ترلاسه کولو څخه خبر ورکړ او ورسره جوخت يې ويلی دي چې د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه به ډير ژر د بريتانيا غوښتنې ته رسيدګي وکړي.

له لاسليک پرته ليک

بوريس جانس اروپايي اتحاديې ته له دغې اتحادېې څخه د بريتانيا د وتلو د مهلت ځنډولو په اړه ليک د خپل لاسليک پرته سپارلی دی. ويل شوي چې جانسن په يو بل جلا ليک کې يو ځل بيا د بريګزيت له ځنډولو سره خپل مخالفت ښکاره کړی دی.

په اروپايي اتحاديه کې د بريتانيا سفير تيم بارو، اروپايي اتحاديې ته د صدراعظم بوريس جانسن د ليک تر استولو وروسته د يو ليک په استولو ويلي دي چې جانسن د بريګزيت د ځنډولو تقاضا سره د مخالفت لرلو په دليل، له لاسيک کولو ډډه کړې ده، خو د قانون له مخې هغه موظف دی چې دغه تقاضا واستوي.

يوه بل ليک چې دونالد توسک له بوريس جانسن څخه ترلاسه کړی، په هغې کې د بريتانيا صدراعظم يو ځل بيا د بريګزيت له ځنډولو سره خپل مخالفت ښکاره کړی دی. خو جانسن خپل دغه ليک لاسليک کړی دی.

د بريتانيا پارلمان تر دې مخکې د بريګزيت د مهلت د ځنډولو حکم ورکړی وو، دې سره بريتانيا غواړي چې د برګزيت د مهلت موده د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې تر پايه پورې وځنډول شي.

دا په داسې حال کې ده چې صدراعظم بوريس جانس بيا هڅه کوي چې له اروپايي اتحادېې څخه د بريتانيا وتل، د روان کال د اکتوبر مياشتې تر ۳۱مې پورې عملي کړي. خو دا چې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې له دوو اونيو څخه هم لږ وخت پاتې دی، داسې ښکاري چې شونې به نه نه وي چې صدراعظم جانسن دې په خپلې دغې هڅه کې بریالی شي.

اوس د اروپايي اتحاديې کار دی تر څو د بريتانيا دغې غوښتنې په اړه تصميم ونيسي. د اروپايي پارلمان د غړو د مساعدو نظرو په ترلاسه کولو کې د بوريس جانس ماته، د شمالي ايرلند له ستونزې سره سر خوري. هغه ستونزه چې د بريتانيا د مخکينۍ صدارعظمې ترزا مې د درې ځلې ماتې سبب واقع شوه.

د آلمان خبري آژانس په عين وخت کې په انګلستان کې د پراخو مظاهرو څخه خبر ورکوي او وايي چې په دغو مظاهرو کې څو سوه زره کسانو ګډون درلود. په دغه خبر کې راغلي دي، وروسته له هغې چې د بريتانيا پارلمان د بريګزيت د مودې خځولو له پاره راېې ورکړې مظاهره چيانو خوشالي وکړې.

سږکال، تر اوسه پورې دوه ځله له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو مهلت تمديد شوی دی. اوس داسې ښکاري چې دغه مهلت د دريم ځل له پاره هم تمديد شي.