1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه پر روسي تېلو جزوي بنديز لگوي

۱۴۰۱ خرداد ۱۰, سه‌شنبه

اروپا ته د روسي تيلو پر واردولو بنديز را روان دی. د اروپايي اتحاديې مشرانو د هنګري هيواد د مخالفت وروسته پر روسي تېلو نسبي بنديز باندي سره تفاهم وکړ.

https://p.dw.com/p/4C4W2
Belgien Brüssel | EU Gipfel | Neue Sanktionen | Viktor Orban Emmanuel Macron
د فرانسې ولسمشر ايمانيول ماکرون د هنگري لومړی وزير ويکتور اوربان سره په بروکسل کيانځور: Olivier Matthys/AP Photo/picture alliance

په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې په سرمشريزه کې د روسي تيلو پر وارداتو د جزوي بنديز لګولو پر موضوع تفاهم رامنځته سو. د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس چارلس ميشل د سه شنبې په ماخستن ناوخته اعلان وکړ چې اروپا ته به د روسي تېلو له وارداتو د دوه پر دريمې برخې به يې بنديز ولګول سي. د بلجيم هيواد سياستوال او د يادې شورا رئيس په خپل ټويټر پيغام کې د روسيې پر ضد د «حد اکثر فشار» څخه خبره کړې ده.

د سمندر له لارې پر انتقال کېدونکو روسي تېلو بنديز

د اروپايي اتحاديې د دپلوماتانو په وينا دا چې هنګري هيواد پر دې ټينګار کاوه، نو په لومړي سر کې به و اروپايي اتحاديې ته صرف د هغو روسي تيلو پر واردولو بنديز وي چې د سمندر له لارې انتقاليږي. خو دمګړی به لا د هغو روسي تيلو پر واردولو بنديز نه وي چي د نل ليکو له لارې اروپا ته راځي. هنګري هيواد ته به په دې توګه له دې وروسته هم ممکنه وي چې د دروږبه ګازو نل ليکې له لاري روسي تېل تر لاسه کړي.

پر ياده نل ليکه باندې د آلمان په ختيځ، پولنډ، سلواکيه او چيک جمهوريت کې هم د نفتو پروسه کوونکي فابريکې تړلي دي. خو آلمان او پولنډ داسې اشاره ورکړېده چې نه غواړي د دغه نل ليکي څخه ګټه پورته کړي. د آلمان او پولنډ له خوا له دغو تېلو د نه کارونې له کبله به راتلونکی کال له دغې لارې د روسي تېلو په وارداتو کي له لسو څخه نهه برخي کمي سي. يعني د پخوا په پرتله به له لسو څخه صرف يوه برخه اروپا ته ورسيږي. د دغه بنديز مقصد روسيې ته سزا ورکول دي، ځکه چي له درو مياشتو څخه زيات وخت کيږي چې پر اوکراين نظامي يرغل پېل کړی دی. د اروپايي اتحاديې د بريوګل په نوم آندخونې د اټکل له مخي تر لږ وخت مخکې لا اروپايي اتحاديي ته هره ورځ د ۴۵۰ میليونو ډالرو په ارزښت روسي تېل رسېدل.

Ungarn Szazhalombatta | Druschba-Pipeline
د دروږبه په نوم د تيلو نل ليکه په هنګري کي هم تيريږيانځور: Bernadett Szabo/REUTERS

پر روسي تېلو نسبي بنديز د بنديزونو د لويي بستې برخه ده

د هنګري هيواد له تازه تفاهم مخکي څو اونۍ پرله پسې د دې مخه نيولې وه چې اروپايي اتحاديه پر روسي تيلو بنديز ولګوي. هنګري استدلال کاوه چې په لويه اندازه د روسيې تېلو ته اړ دی. پر دغه موضوع تازه رامنځته سوی تفاهم ځکه هم مهم بلل کيږي، ولي چي دغه بنديز پر روسيې د بنديزونو د يوې لويي بستې برخه ده. د بنديزونو د بستې له مخې په پام کې نيول سوې چې د سبېربانک په نوم د روسيې تر ټولو لوی بانک د نړيوال بانکي سيسټم سويفټ څخه خارج کړل سي. د دې تر څنګ به د روسيې د روسيا ۲۴ او دولتي تلويزيون آر ټي آر پر خپرونو په اروپايي اتحاديه کي بنديز ولګول سي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.