اروپايي آژانس: آلمان کې تر ټولو زياتې پناه غوښتنې شوي
۱۴۰۳ دی ۲۲, شنبه
په ۲۰۲۴ کال کې پهآلمان کې د اروپا په کچه تر ټولو زیات د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وړاندې شوي دي.د اروپايي اتحاديې د پناه غوښتنې د ادارې (EUAA) تر اوسه نه خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ټولیز ډول ۲۳۵,۹۲۵ لومړني غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. د "وېلټ ام زونټاګ" ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۱۱مه) په دې اړه راپور ورکړی دی. د ورځپاڼې په دغه مطلب کې د EUAA د راپور له په حواله معلومات راغلي دي.
د ياد اروپايي آژانس د راپور له مخې په دوهم ځای کې هسپانیا د ۱۶۵,۳۹۸ غوښتنلیکونو سره، فرانسه د ۱۵۸,۵۱۲ غوښتنلیکونو سره او ایټالیا د ۱۵۴,۸۲۴ د پناه په غوښتنلیکونو سره په تر ټولو پناه غوښتنې ترلاسه کوونکو غړو هيوادونو کې ځای لري. په وروستي ځای کې هنګري ده چې په ټول کال ۲۰۲۴ کې یې یوازې ۲۹ نوي د پناه غوښتنې ثبت کړي دي.
په تیر ۲۰۲۴ کال په اروپايي اتحاديه کې زیاتره د پناه غوښتونکي له سوریې (۱۵ سلنه) څخه وې.پر دويم مقام له افغانستان څخه (۸.۷ سلنه)، پر دريم مقام له وینزویلا څخه (۷.۳ سلنه) او پر څلورم مقام له ترکیې څخه (۵.۵ سلنه) وې.
په ټوله کې، په اروپايي اتحاديه، ناروې او سویس کې د پناه غوښتنې د لومړنیو غوښتنلیکونو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۱ اعشاريه ۰۰۸ مليون و چې د تیر کال ۲۰۲۳م په پرتله دولس سلنه کم شوی دی. د EUAA د راپور شمېرې د اروپايي کمېسیون په یو محرم راپور کې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۰ نېټه د مهاجرت د وضعیت په اړه په اروپايي اتحاديه او دریمو هېوادونو کې ذکر شوې دي.
تیر کال په اروپايي اتحاديه کې ګڼ شمېر نوښتونه شوي دي چې مقصد يې د پناه غوښتنو شمېر راکمول و. دې کې د شینګین په سیمه کې د سرحدونو زیاتې څارنې، د نوو څارنیزو سیستمونو او کټارو له لارې د سرحدونو پیاوړتیا او د مهمو ترانزیتي هېوادونو لکه تونس او مصر سره د مهاجرت تړونونه شامل دي. اروپايي اتحاديه به ژر له اردن او مراکش سره هم دوه نور مهاجرتي تړونونه لاسلیک کړي.