1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا پر خپلو بهرنيو پولو د لا زيات کنترول لرلو ټينګار کوي

۱۳۹۶ مهر ۳۰, یکشنبه

د اروپايي اتحاديې مشران ټينګار کوي چې پر ټولو بهرنيو پولو دي کنټرول زيات شي. دوی دغه راز ويلي دي چې د افغانستان په ګډون مهاجر لرونکو هیوادونو سره دې د مهاجرتونو د لاملونو سره د مبارزې او نورو پرمختيايي برخو کې مرستې وشي.

https://p.dw.com/p/2mJ60
Belgien EU-Gipfel
انځور: Reuters/V. Mayo

په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې په دوه ورځنۍ سرمشريزه کې د نورو موضوع ګانو ترڅنګ، يوه د بحث موضوع هم د مهاجرت موضوع وه. د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو په دغې سرمشريزه کې پر دې ټينګار وکړ چې د اتحاديې پر بهرنيو سرحدونو، په ځانګړي توګه پر هغو لارو دې کنترول او نظارت لا زيات کړل شي چې مهاجر ورباندې دغې اتحاديې ته دننه کيږي.

دغه هيوادونه همداشان غواړي چې د مهاجرو د اجباري اخراجونو پروګرامونو په ګړندي کيدو سره او د «فرانتکس» یا د اروپا د بهرنيو سرحدونو د ساتونکي آژانس په مرسته، اروپا ته د مهاجرو د داخلیدو مخنيوي وکړي.

د اروپايي اتحاديې مشرانو د مهاجرت پر موضوع له ترکيې سره د خپل شوي تړون پر سر هم رضايت او د نظر توافق لرود. دوي همدا ډول ويلي دي چې انساني قاچاقبرانو سره د مبارزې په برخه کې بايد د افريقايي هيوادونو، د هغو له ډلې د مالي يا بورکينافاسو سره مرستې وشي.

دغه مشران په ياده دوه ورځنۍ ناسته کې پر دې هم ټينګار کړی دی چې د افغانستان او ليبيا په څير هيوادونو سره چې اتباع يې اروپا ته مهاجر کيږي، بايد په پراختيايي برخو کې مرستې تر شي تر څو د مهاجرتونو د لاملونو پر وړاندې مبارزه، په خپله د دغو هيوادونو په دننه کې ترسره شوي وي.

اروپايي اتحاديې ته د ورتلونکو مهاجرو د شمير د محدودولو په برخه کې هم د اتحاديې غړي ګډ نظر لري، خو په ټولو غړو هيوادونو کې د مهاجرو د تقسيمدو خبره هغه موضوع ده چې دوی ورباندې لا هم جوړجاړي ته ندي رسيدلي.