1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا: نوی «سیاسي اتحاد» د جوړیدو په حال کي دی

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

د اوکراین د جنګ پر ضد یوې نښانې او پیغام رسولو په توګه اروپايي اتحادیې د اروپا د نورو او هغه د شاوخوا هیوادونو سره یوځای د په اصطلاح د «اروپا سیاسي اتحاد» تأسیس کړ.

https://p.dw.com/p/4HuDL
Tschechien Prag | Gründungsgipfel Europäische Politische Gemeinschaft | Michel, Pashinyan, Macron, Aliyev
انځور: Presidency of Azerbaijan/Handout/Anadolu Agency/picture alliance

په دې منظور پرون پنجشنبه (د اکتوبر میاشتي ۶)  د اروپا تر ۴۰ ډیرو دولتي او حکومتي مشرانو په پراګ کي په یوه لویه سرمشریزه کي برخه واخیسته. د دغه اتحاد د جوړیدو هدف دا دی چي د اروپايي اتحادیې او د دغي اتحادیې دباندي هیوادونو ترمنځ نژدې همکاري رامنځته او معلومات سره تبادله سي. 

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ، چي هم یې په دغه سرمشریزه کي برخه اخیستې وه، د نوي اتحاد جوړيدل یو« لوی نوښت» وباله.