1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د مهاجرو په خاطر له ترکیې سره خپلې مرستې زیاتوي

۱۳۹۹ خرداد ۱۸, یکشنبه

اروپایي اتحادیې اعلان وکړ چې د کرونا د خپریدو له امله په ترکیه کې د مهاجرو وضعیت د بهتره کولو له پاره ۴۸۵ میلیونه یورو اختصاصوي. مخکې تر دې هم اروپایي اتحادیي په دې برخه کې له ترکیې سره ۶ میلیارده یورو مرسته کړې وه.

https://p.dw.com/p/3dOKl
Migranten an der griechisch-türkischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/M. Assanimoghaddam

د آلمان خبري آژانس په حواله د اروپایي اتحادیي کمیسیون د جون میاشتې په ۶ نیټه اعلان کړی دی چې په مجموع کې ۴۸۵ میلیونه یورو نورې مرستې به په ترکیه کې د پناه غوښتونکو د دوو پروژو د ملاتړ او کار د دوام له پاره د دغه هیواد په اختیار کې ورکړل شي.

دغه پیسې د هغو شپږ میلیاردو سربیره ورکول کیږي چې اروپایي اتحادیي د ۲۰۱۶م کال د مهاجرت په موافقتنامه کې ترکیي ته د ورکولو ژمنه کړې وه. په هغه وخت کې انقرې منلې وه چې ټول هغه پناه غوښتونکي به بیرته ومني چې د ترکیې له لارې د یونان آژه ټاپوګانو ته داخلیږي او د انساني قاچاق کونکو پر وړاندې به اقدام وکړي. اروپایي اتحادیي د دې په بدل کې د ۶ میلیارده یورو مرستې ژمنه کړې وه.

د ترکیي حکومت د څو میاشتو راهيسې پر اروپایانو تور لګوي چې دغه پيسې ورته په ډير بطي ډول سپارل کیږي او په وار وار یې ګواښ کړی دی چې نور دې موافقتنامې ته ژمن نه پاتې کیږي.

د اختلافاتو د حل له پاره کوښښونه

اروپایي اتحادیي له ترکیي سره د مهاجرو په چارو کې د مالي مشکلاتو د حل له پاره منلې ده چې یاده اضافي بودیجه به د روان ۲۰۲۰م کال د اروپایي اتحادیي له بودیجې څخه ورکوي.

د اروپایي اتحادیي کمیسیون خبرداری ورکړی دی چې «د کرونا ویروس د خپریدو په پام کې نیولو سره د ترکیي اقتصادي وضعه مخ پر خرابیدو ده او پناه غوښتونکي د دې بحران تر ټولو لوی قربانیان دي.»

د دې رپوټ په دوام کې ټینګار شوی دی «له همدې امله اړينه ده چې دغه دوه بشردوستانه پروژې باید د مالي اعتبار د دوام له پاره د اروپايي اتحادیي د مرستو له طریقه تمویلې شي.»

دغه مرستې په کومو برخو کې لګول کیږي؟

د دغو پيسو شاوخوا ۴۰۰ میلیونه یورو به یې «په بیړنیو حالاتو کې د مالي مرستو تامين» په نامه پروګرام ته ځانګړې شي. د دې پروګرام په چوکاټ کې به په ترکیه کې شاوخوا ۱۷۰۰۰۰۰ پناه غوښتونکي د ژوندانه د اساسي توکو د خریدارۍ له پاره پيسې ترلاسه کړي. دا پروګرام به د ۲۰۲۱م کال په مارچ میاشت کې پای ته ورسیږي او د نویو مرستو بودیجه باید حد اکثر د روان کال تر دوبي پورې تمدید شي.

د «فونکه میډیا» د رپوټ په اساس شاوخوا ۸۵ میلیونه یورو نورې پيسې ښوونځیو ته د پناه غوښتونکو د ماشومانو د استونې په خاطر په پام کې نیول شوي دي. د دې پروګرام بودیجه هم یوازې د روان کال تر سپټمبر یا اکتوبر میاشتې پورې دوام کوي.

سربیره پر دې د اروپایي اتحادیي کمیسیون په پام کې لري چې د پناه غوښتونکو د منلو له پاره له اردن او لبنان سره هم خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.

دویچه ویله فارسي: ش.ن/ ن.ص

د اړونده موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: