1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د امریکا د برقي موټرو پر سبسایډۍ انتقاد کړی

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

په امریکا متحده ایالاتو کي پر پلان سوو سبسایډیو باندي په شخړه کي د اروپا اتحادیې د داخلي تجارت کمیسار، تیري بریتن د واشنګټن له حکومت څخه د دغه پلان د تیریدو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4KNfN
EU Data Act | Pressekonferenz | Thierry Breton | Brüssel, Belgien
انځور: John Thys/AFP/Getty Images

هغه د فونکه په نامه الماني رسنیز ګروپ ته ویلي چي د امریکايي صنایعو سره په راتلونکو لسو کلونو کي مالي کومک سیالۍ ته تاوان رسوي.

په خبره یې دا نسي کیدلای چي یو امریکايي دي د ۷۵۰۰ ډالره کوپون تر لاسه کړي، په هغه صورت کي چي که د امریکايي تولیداتو یو برقي موټر رانیسي. دا پر اروپايي صنایعو باندي د اضافي مالیاتو د وضع کولو په معنی ده.

د اروپا اتحادیې د مشابه ګمرکي تعزیراتو د وضع کولو څخه بریتن په لومړي سر کي څه ونه ویل.