1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان ناټو ته د فنلنډ او سویډن د شاملیدو سره مخالفت کوي

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

د ترکیې جمهوررییس، رجب طیب اروغان، ناټو ته د فنلنډ او سویډن تر داخلیدو مخکي یووار بیا د دواړو هیوادونو څخه د ډیرو تدابیرو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4J6oR
Türkei Präsident Erdogan und NATO Generalsekretär Stoltenberg in Istanbul
انځور: Murat Cetinmuhurdar/PPO/REUTERS

اروغان د ناټو د عمومي منشي يېنس سـټولتنبِرگ سره د یوه غیر رسمی ملاقات پرمهال په استانبول کي وویل، چي انقره ناټو ته د هغوی ورشملیدل پدې پوري مربوطوي، چي ایا فنلنډ او سویډن دغه اقدامات تر سره کوي؟
ترکیې او هنگري د ناټو د ۳۰ غړو په منځ کي دغه سازمان ته لا ددغو دوو هیوادونو ورشاملیدل تر اوسه پوري ندي تصویب کړي. ناټو ته د یوه نوي هیواد ورشاملیدل باید ټول غړي هیوادونه ومني.