1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه به د روسیې او اوکراين په کړکېچ کې منځګړيتوب وکړای شي؟

۱۴۰۰ بهمن ۱۵, جمعه

پر اوکراين به د روسیې د يرغل په صورت کې د تورې بحېرې پر غاړه پروت هيواد ترکیه هم ډېر څه له لاسه ورکړي. له همدې کبله ولسمشر اردوغان غواړي منځګړيتوب وکړي. آیا هغه د دې چانس لري؟

https://p.dw.com/p/46Vyx
Ukraine Kiew Präsident Erdogan bei Wolodymyr Selenskyj
انځور: Getty Images/AFP/S. Supinsky

د انقرې له پاره ډېر څه په خطر کې دي ځکه چې دغه هيواد له روسیې او هم له اوکراين سره ښې اړيکي لري. پر اوکراين به د روسیې بريد ترکیه له يوه ستونزمن انتخاب سره مخ کړي.

له همدې کبله د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان له وخته د منځګړيتوب هڅه کوي او اوکراين ته یې سفر وکړ. نوموړي په کيف کې د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلسنکي سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل: «ترکيه چمتو ده د دواړو هيوادونو ترمنځ د بحران د ختمولو له پاره د خپلې برخې کار وکړي.»

نوموړي ترکيه د اوکراين او روسیې د مشرانو ترمنځ د يوې غونډې له پاره د ممکنه ځای په توګه وړاندیز کړ.

زيلسنکي هم په دې ترڅ کې له اردوغان څخه مننه وکړه چې «د روسیې او اوکراين ترمنځ د شخړې د له منځه وړلو له پاره د منځګړي رول لوبوي.»

اردوغان لا دمخه په دې شخړه کې د منځګړيتوب وړاندیز کړی وو. په داسې حال کې چې په کيف کې حکومت دا وړاندیز منلی وو، د مسکو له خوا یې په اړه غبرګون ډېر واضح نه وو. 

کيف ته د اردوغان تر دې سفر وروسته به ښايي د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين ترکیې ته ورشي. آیا اردوغان به د خپلو ديپلوماتیکو هلو ځلو له لارې د بحران مخ واړولی شي او د روسیې د يرغل مخه به ونيولی شي؟ ډېری کارپوهان د دې تمه نه لري.

لږه تمه

د سياسي علومو او د روسيې د چارو کارپوه ايدين سيزر هم ډېره تمه نه لري. د نوموړي له نظره اردوغان نه شي کولی د يوه خپلواک منځګړي نقش ولوبوي ځکه د ناټو د غړي په توګه ترکیې لا دمخه يو اړخ نيولی دی يعنی د ناټو. پر دې سربیره د روسیې حکومت د ترکیې د حکومت وړاندیزونه تر اوسه تل رد کړي دي.

رقيب کوتای کراچه، چې د استانبول په ايدين پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاد دی، هم د اردوغان د نوښت د بريا تمه نه لري. نوموړی وایي چې د ترکیې او اوکراين په وروستۍ سرمشریزه کې د ترکیې ولسمشر له اوکراين څخه د خپل هيواد بشپړ ملاتړ په ټينګار سره څرګند کړ. په اصل کې اردوغان په دغه غونډه کې په څو ځلي د کريميا نيمه ټاپو د روسیې د ملکيت په توګه د منلو خبره هم رد کړه.

Türkischer Russland- Experte Aydin Sezer
رقيب کوتای کراچه، چې د استانبول په ايدين پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاد دیانځور: Privat

پر دې سربیره نوموړي ځان د کريميا د وګړو د ساتونکي په توګه مطرح کړ او د هغوی له پاره یې د مسجدونو او استوګنځايونو د پروژو خبره وکړه.

د کراچه په آند اوکراين ته د ترکیې د جنګي ډرونو استولو به هم روسیه په غوسه کړي وي. څو اوونۍ تر مخه پوتین پر دې کار نيوکې هم وکړې. دغه جنګي بې پېلوټه الوتکې په دونباس سیمه کې د روسي پلوه بيلتون غوښتونکو پر ضد په کار هم لويږي.

پر دې سربیره پوتين پر ترکیې د اوکراين څخه د ډېر ملاتړ تور هم لګولی دی او ويلي يې دي چې ترکیه دې پر خپل سياست له سره غور وکړي.

ترکيه د روسيې پر ګازو تکيه کوي

د روسیې او ترکيې ترمنځ اړيکي پيچلي دي ځکه له يوه اړخه ترکيه د ناټو د غړي هيواد په توګه او د ناټو او امریکا د رضا پرته د ترکیې دافع هوا سيسټمونه رانيسي. خو بل لوري ته بيا دغه هيواد په ليبیا، سوريه، ناګورنی قره باغ او آن د اوکراين په کړکيچ کې برعکس بيا بل لوري ته ولاړ دی.

ترکیه او روسیه ښې اقتصادي اړيکي هم پالي او ترکیه د روسیې پر ګازو متکی ده. دا چې ترکیه څومره د ګازو پر وارداتو تکيه کوي، په دې تېرو اوونيو کې يو ځل بيا ښه روښانه شوه. د يوې تخنيکي ستونزې له کبله ایران پر دغه هيواد ګاز بند کړ. پايلې يې دا شوه چې د ترکیې په صنعتي فابريکو کې څو ورځې توليد له رکود سره مخ شو.

له همدې کبله د ترکیې د انرژۍ د خدماتو « GazDay» مشر محمد دوغان ډېر انديښمن دی: هغه په دې اړه چې ترکيه له کوم وضعيت سره مخامخ کيدلی شي، وويل: «که موږ د تر ټولو ناوړي سناريو خبره وکړو او په دوبي کې دغه کړکېچ پراخ شي او روسیه پر موږ ګاز بند کړي، نو د ګازو بيه به په چټکۍ سره ډېره لوړه شي. بيا به نو موږ ګران بيه مايع ګاز کاروولو ته مجبوره شو.»

Putin empfängt Erdogan in Sotschi
انځور: Vladimir Smirnov/Sputnik/REUTERS

د محمد دوغان په خبره که چېرې پر ترکيه په ژمي کې ګاز بند شي نو بیا دغه هيواد هیڅ چانس نه لري.

ترکيه نه يوازې د انرژۍ په برخه کې پر روسيه متکي ده، بلکې د سياحت په برخه کې هم. پر دې سربيره روسیه د ترکیې له پاره په ځانګړې توګه د زراعي محصولاتو يو مهم بازار هم دی.

له اوکراين سره ژورې اقتصادي اړيکې

خو د ترکیې له پاره د اوکراين اهميت هم وار په وار زياتيږي. له ۲۰۱۹م کال راهيسې ترکي شرکتونه د اوکراين په مهمو مستقميو پانګونکي شرکتونو بدل شوي دي.

بوراک پهلوان چې د يوه ترکي- اوکرايني شرکت مشر دی او له دولسو کلونو راهيسې په اوکراين کې ژوند کوي، د تليګرام د ټولنیزې شبکې له لارې هره ورځ د دواړو هيوادونو د اقتصادي اړيکو په تړاو رپوټونه خپروي. د نوموړي په حواله د دواړو هېوادونو د تجارت حجم تېر کال  ۷،۵ میليارده امريکايي ډالرو ته رسېدلی وو.

انقره له همدې کبله د خپل ټول وس په کارولو سره هڅه کوي د اوکراين د کړکېچ د پراخیدو مخه ونيسي. ځکه په بل صورت کې به د ترکیې اقتصاد چې لا دمخه هم ځپل شوی دی، بله ضربه هم وويني او د اردوغان هغه پلان چې د ټيټ سود د سياست له لارې غواړي پانګوونکي راجلب کړي، له ناکامۍ سره مخ شي.

په کيف کې به اردوغان له خپل اوکرايني سيال ولاديمير زيلنسکي سره يووالی وښيي. دا سفر به یې پريکړنده هم نه وي بلکې هغه څه به مهم وي چې تر دې وروسته پيښږي: يعني ترکیې ته د پوتين سفر. دا چې آیا پوتين به ترکیې ته د منځګړي د نقش لوبولو چانس ورکړي او که نه. او که هو نو د څه په بدل کې، دا هر څه به ژر روښانه شي.

ب. ص/ ن. ز (Gülsen Solaker)