1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردن بيرته له اسرائيلو خپلي سیمي غواړي

۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبه

اردن په عربي نړۍ کي یو له لږو هغو هیوادونو څخه دی، چي له اسرائيلو سره ښه مناسبات پالي. خو دا به نور ختم سي. عمان اوس د سولي تړون په چوکاټ کي اعطأ سوي دوې سيمي بیرته غواړي.

https://p.dw.com/p/36xct
Jordanien König Abdullah II
انځور: Getty Images/AFP/K. Mazraawi

د رادن د خبري آژانس پېترا په حواله پاچا دوهم عبدالله ویلي دي، چي خپل همسایه هیواد اسرائيلو ته یې خبر ورکړی دی، چي د باقوره او غُمر سيمو د ورکولو تړون نور نه تمدیدیږي. پاچا زیاته کړه چي «باقوره او غُمر د اردن خاوره ده او په اردن کي به هم پاته سي.» باقوره د جلیل رود او غُمر د مړې بحیرې په جنوب کي موقعیت لري.

د اجارې تړون په ۲۰۱۹م کال کي پای ته رسیږي

د ۱۹۹۴م کال د سولي تړون په یوه ضمیمه اي تړون کي راغلي وه، چي اسرائيل له دغو سيمو څخه استفاده کولای سي. دغه موافقه د ۲۵ کلونو له پاره اعتبار درلود او که یوه خوا هم هغه لغؤ اعلان نه کړي، نو تړون په اتوماتیک ډول سره تمدیدیږي.

ددغي زراعتي ۴۰۰ هکټاره مځکي اجاره د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر مياشتي پر ۲۵ نیټه پای ته رسیږي. د دواړو خواو د موافقې پر اساس تړون باید لږ تر لږه یو کال د هغه تر ختمیدو دمخه ملغی اعلان سي.

د پاچا دوهم عبدالله د تصمیم نیولو علت عملأ هغه عام داخلي فشار دی، چي پر اساس یې باید دغه سیمي بیرته د اردن تر کامل کنټرول او حاکمیت لاندي راسي. د همدې تیري جمعې په ورځ مظاهره کوونکو په عمان کي حتی غوښتنه کوله چي له اسرائيلو سره د سولي ټوله تړون ملغی اعلان سي.

Karte Israel Jordanien EN

له بلي خوا بیا د اسرائيلي رسنیو په حواله صدراعظم بنيامين نيتانياهو اعلان کړی دی چي غواړي ددغو سيمو د اجارې د تمدید په خاطر له اردن سره معامله وکړي.

نيتانياهو په عین حال کي له مصر او اردن سره د سولي تړون د ټوله منځني ختيځ د «ثبات له پاره ډیر مهم» وباله.

مصر او اردن یوازني عربي هیوادونه دي چي له اسرائيلو سره یې د سولي تړون امضأ کړی دی. دغه تړون د ۱۹۹۴م کال اکتوبر مياشتي پر۲۶ نیټه د امريکا متحده ايالاتو د هغه وخت د جمهور رئيس بیل کلینتن په حضور کي د اردن د پاچا حسین او اسرائيلو د لومړي وزير اسحق رابین تر منځ لاسليک سوی وو.

زموږ د  آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(20.01.2018 )