1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

اداري فساد: په اروپايي اتحادیه کي نور کسان نیول سوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۲, شنبه

د اداري فساد په تور د اروپا پارلمان دوه وکیلان نیول سوي، ځکه ویل کیږي چي هغوی د پارلمان د اداري فساد په رسوايۍ کي لاس درلودی.

https://p.dw.com/p/4NMKt
Belgien Brüssel | EU-Gipfel | Rede Wolodymyr Selenskyj im EU-Parlament
انځور: Kenzo Tribouillard/AFP/Getty Images

د اروپا لويې څارنوالۍ خبر ورکړی دی، چي په دې ارتباط یو تن بلجیمی وکیل، مارک تاربیلا په بروکسل کي نیول سوی او تحقیقات ورڅخه سوي دي. یو بل ایټالوی وکیل، کوزولینو هم هغه وخت د پولیسو لخوا ونیول سو، کله چي په نیاپل کي د روغتون څخه د راوتلو په حال کي ؤ.  
دواړه دغه دوه وکیلان تردې لږ دمخه د اروپا په پارلمان کي د سوسیال ډیموکراټانو له فراکسیون څخه ایستل سوي او پارلماني مصؤنیت هم ورڅخه اخیستل سوی ؤ.
ویل کیږي، چي هغوی د خارجي هیوادونو څخه پیسې تر لاسه کړي وې. خو دواړه وکیلان دغه تورونه ردوي.