1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتمر خپل د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین ځنډولی؟

۱۳۹۸ مرداد ۱۷, پنجشنبه

ولسمشریزو ټاکنو ته د سولې او اعتدال ټیم نوماند او د جمهور رئيس د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په ټاکنو کې د شفافیت د نه شتون، امنیتي ستونزو، سولې پروسې او نورو مواردو له کبله د خپل کمپاین بهیر ځنډولی دی.

https://p.dw.com/p/3Naj5
Afghanistan Sicherheitsspitze tritt zurück | Nationaler Sicherheitsberater Mohammad Hanif Atmar
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Korotayev

محمد حنیف اتمر پر خپله رسمي فيسبوک پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راتلونکو ټاکنو له پاره د خپل کمپاین د ځنډولو اعلان کړی دی. د یادې سیاسي ډلې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ټاکنو او کمپاین په ترڅ کې امنیتي پیښې، په ټاکنو کې د شفافیت په هکله اندیښنې او د سولې پروسه د نورو موضوعاتو ترڅنګ د خپل دغه موقف د لاملونو په توګه یاد کړي دي.

د ملي امنیت د پخواني سلاکار له لوري په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د سولې او اعتدال ټیم او د ټیم د مشرتابه د واحد نظر پر اساس پریکړه شوې چې د راتلونکو ټاکنو له پاره خپل کمپاین متوقف او د تعلیق حالته ته راولي.

اعلامیه زیاتوي چې د سولې او اعتدال ټیم به په دوامداره توګه د هیواد د وضعیت تر مطالعې وروسته او سیاسي بدلونونو ته په کتو په راتلونکې کې خپله پریکړه وکړي.

د حنیف اتمر په مشرتوب د سولې او اعتدال په ټیم کې محمد یونس قانوني د لومړي مرستیال او د اجرائیه ریاست اوسنی دوهم مرستیال محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه نوماند ول. سربیره پر دې، په افغانستان کې د یاد ټیم د پاشل کیدو په هکله لا له وړاندې نه بحثونه تاوده وو.

سرچینه: د اتمر، قانوني او نور تر منځ ستونزې رامنځ ته شوي

څه موده وړاندې، په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه هم لاس پر لاس کیدل چې ګواکې د سولې او اعتدال د مشرتابه د بل غړي او د بلخ د پخوانی والي استاد عطا محمد نور او حنیف اتمر ترمنځ د صدراعظمۍ پر څوکۍ جنجالونو زور اخیستی وو.