1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا کرونا ويروس د درمل جوړولو شرکتونو له پاره يو چانس دی؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۲, دوشنبه

د درملو پر شرکتونه تل، په ځانگړي توگه په امريکا کې د گټې د حرص لرلو له کبله انتقاد کيږي. خو اوس ډېر په دې آند دي چې د کرونا ويروس بحران د درمل جوړولو شرکتونو له پاره د خپل شهرت او نوم د ښه کولو يوه ډېره ښه موقع ده.

https://p.dw.com/p/3d6hP
Indonesien | Eijkman Institut für Molekularbiologie forscht an einem Impfstoff für Corona
انځور: Eijkman Institute

دمگړۍ په ټوله نړۍ کې د درمل جوړولو شرکتونه د کرونا ويروس له کبله د رامنځته کيدونکي ناروغۍ د درملو او يا واکسين د موندلو له پاره هلې ځلې کوي. تر اوسه پر تر۱۲۰ زياتو واکسينونو باندې کار روان دی او کابو همدومره درمل تر آزموينو لاندي دي چې ځينې آن پر انسانانو هم د آزمويل کيدو په حال کې دي.

خو دا چې د نړۍ د درملو ستر شرکتونه د کرونا ويروس په مقابل کې څرنگه غبرگون ښيي، په دې اړه دوه ستر نظرونه موجود دي. د جيرالد موسنر په نوم امريکايي خپلواک تحقيقاتي ژورناليست چې پر يو شمير نورو کتابونو سربيره د «حرص، درواغ او امريکا د زهرجنولو» په نامه کتاب یې هم ليکلی، په دې اړه وويل: «که سړی ورته له روغتيايي اړخه وگوري، نو هغوی ډېر سخت زيار باسي څو ژر تر ژره يو واکسين جوړ کړي. زما په آند دوی ډېر ښه کار هم کوي. خو د دې شرکتونو زياتره برخه د منافع او گټې په لټه کې ده نو موږ خبريالان او حکومتي مشران بايد د اختراع د ثبت پر نهايي کنترول، معنوي مالکيت او د درملو د بيو دقيقه څارنه وکړو، څو دغه شرکتونه د ډېرو گټو لاسته راوړل د فرصت په توگه ونه کاروي.» 

د درملو شرکتونه چې تل پرې دا تور لگول کيږي چې يوازې د خپلې گټې او منافع په لټه کې دي، دمگړۍ یې هم په اړه داسې شواهد نه ليدل کيږي چې گني په دې سخت وخت دې د خپل نوم د ښه کولو هڅه کوي.

د کارپوهانو په آند دوی برعکس حالت مشاهده کړی. د مثال په توگه د CEPI په نامه نارويژي شرکت د داسې يوې څيړنې په اړه يوه تړون ته د رسیدو هڅه کړې چې د هر واکسين په اړه د څيړنو لگښت چې دوی يې پر غاړه اخلي، د څيړنو نتايج به يې شريک وي. دا په دې معنا چې د دې معنوي ملکيت مالک به نه وي. يعني دا درمل او واکسين به يوه شرکت او يا کس نه وي. خو ټول شرکتونه په دې سره همنظره نه دي. او دا د اروپايي ټولنې د شرکتونو په گډون د ډېرو له پاره يوه ستونزه ده.

Gerald Posner, US-Journalist & Autor
ژورنالست او څیړونکو جيرالد موسنرانځور: Dale Stine

دې کار ته د شرکتونو اماده کول هم مشکل دي. د مثال په توگه د فرانسې حکومت به هیڅکله هم ونه توانیږي چې د سانوفي شرکت دې کار ته قايل کړي. همدا راز به د آلمان حکومت هم د باير شرکت هیڅکله هم دې ته اماده نه کړای شي چې د خپلو څيړنو نتایج يعني کامياب واکسين له نورو شرکتونو سره شريک کړي.

د جیرالد موسنر په حواله ځيني شرکتونه همدا راز تش په خوله دا ژمنه کوي چې د واکسين د جوړولو په صورت کې به هغه په ډېره کمه بيه توضيع کوي. خو کله چې په دقيق ډول د دغه شرکتونو وړاندیزونه ولوستل شي نو سړی پوهيږي چې دا يوازې تشه وعده ده.

د کارپوهانو په آند روان بحران نه يوازي د شرکتونو له پاره د منافع ترلاسه کول، بلکې د خپل نوم او شهرت ښه کولو يو ډېر ښه چانس هم دی. که چیرې هغوی د درملو او واکسينو په مناسبو بيه عرضه کولو وتوانيږي او هغه پراختيايي هيوادونه ته هم ورسولی شي او له هغوی سره یې په ويش کې هم مرسته وکړي، نو دا به هغوی ته يوه لويه معنوي لاسته راوړنه وي. خو د آزاد تحقيقاتي ژورناليست جیرالد موسنر په آند دا کار ښايي شونی نه وي.

د کوويد ۱۹ناروغۍ  د بې Patent يا بې اختراع د ثبت واکسين په اړه گونگوسي اوريدل کيږي، خو دا چې دا خبره به څومره حقيقت ولري، روښانه نه ده. د پينسيلين درمل هم پاتنت فري وو یعنی دې په هیچا پورې اړه نه لرله.

نتيجه یې دا شوه چې تر دويمې نړيوالې جگړې وورسته په ۵۰ مه لسیزه کې د دې درملو بيه ډيره ټيټه شوه او د درملو شرکتونو ترې نوره گټه په لاس نه شوای راوړلای. وروسته بيا شرکتونو د گټې لاسته راوړلو په موخه د نورو ورته انتي بيوتکو په کشفولو پيل وکړ. دوی د نورو ورته انتي بيوتکو د اختراع د ثتب حق ترلاسه کړ او په دې توگه یې گټه ترلاسه کړه.

زموږ له آرشيف څخه: