1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پخواني ځانګړو ځواک ځیني غړي له مقاومت جبهې سره یو ځای شوي؟

۱۴۰۱ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

سیګار په یوه راپور کې ویلي دي چې د پخواني حکومت د ملي اردو د کوماندو ځواک ځیني پخواني غړي د ملي مقاومت جبهې سره یو ځای شوې دي. د مقاومت جبهې یوه ویاند هم دا موضوع تاید کړې ده. خو خپله دوی څه وايي؟

https://p.dw.com/p/49US7
Afghanistan Armee-Kommandoeinheit während eines Trainingsprogramms
انځور: DW/S. Tanha

دوې ورځي وړاندي د افغانستان له پاره د امریکا د بیارغونې د څار ادارې خبر ورکړ چې د امریکا د استخباراتي ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان د پخواني ملي اردو د ځانګړو کومانډو ځیني سرتیري د طالبانو په مقابل کې جنګیدونکي ملي مقاومت جبهې سره یو ځای شوې دي.

د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي دویچه ویله ته وویل، چې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو ډېر عسکر له دوی سره یو ځای شوې دي. هغه وایي، دوی د طالبانو په مقابل کې د آزادۍ له پاره جګړه کوي.

احمدي وویل: «زه کولی شم ووایم چې د کومانډو اکثريت د مقاومت جبهې سره یو ځای شوې دي او د دې ترڅنګ پخواني ډېر سرتیري د مقاومت جبهې سره یو ځای جګړه کوي. طالبان له پخوانیو سرتیرو او خلکو سره بد چلند لري، موږ د پخوانیو سرتیرو د نیونو، شکنجو او وژنې شاهد یوو.»

Afghanistan Special Force Kabul
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو قوماندان چې د پخواني حکومت پرمهال یې د شاوخوا ۷۰ عسکرو مشري پر غاړه لرله، د امنیتي ویرې له امله د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، د طالبانو په مقابل کې د ملي مقاومت جبهې ته ډېر کم د ګوتو په شمار کسان په لومړیو ورځو کې ورغلي.

هغه وایي: «دا دومره دقیقه نه ده، زه چې څومره معلومات لرم، په لومړیو ورځو کې محدود کسان هلته لاړل، زما دوه عسکر هم په اولو وختونو کې مقاومت جبهې ته ورغلي ول، خو وروسته یې بیا لاره جلا کړه او ایران ته ولاړل. زموږ عسکر ملګري یا له هيواده بهر وځي او یا هم په پټه ژوند کوي.«

د کومانډو یو سرتیري چې اوس د افغانستان په یوه سرحدي ولایت کې د طالبانو تر سخت فشار لاندې ژوند کوي، له امنیتي ویرې خپل نوم نه ښيي هغه هم همدا خبره کوي، چې ډېر کوماندو مقاومت جبهې ته نه دي ورغلي.

Afghanistan | Kämpfe zwischen Armee und Taliban
انځور: AA/picture alliance

نوموړی وایي، له ده څو ځلې غوښتنه شوې ده، خو رد کړې یې ده: «ما نه څو ځلې غوښتنه وشوه، چې مقاومت ته ورشم، خو ما خپل ارام ژوند غوره کړ. ډېر کم کسان ورغلي. هغوی چې ژوند یې تهدیديږي او د طالب له لاسه بله چاره نه لري، نو هغه عسکر مقاومت ته ورغلي.«

د ځانګړو ځواکونو دغه افغان سرتیري وایي، طالبان یې پېژني او څو ځلې یې له ځان سره وړی او پوښتنې یې ترې کړي، چې ولې یې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو کې دندې ترسره کړي.

هغوی زیاتوي په بېلابېلو ولایتونو کې طالبان د دوی د ملګرو کورونه پلټي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سیګار دا راپور تبلغات بولي. د ياد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله ته وویل، مقاومت جبهه یوه فیبسبوکي تبلیغاتي ډله ده: «مقاومت د طالبانو له پاره هیڅ خطر نه دی، بلکل خطر نه دی، نه طالبان ترې خطر احساسوي، دا تبلیغاتي دي او دا «مقاومت» فیسبوکي ډله ده. ځینۍ رسنۍ هوا ورکوي، دا شل کاله څه نه وو چې رسنیو زموږ مخالفت کې ونه ویل، دا هم د تبلغاتو یوه برخه ده.»

عبدالنافع ټکور دغه زیاتوي، ملي اردو او د پخواني حکومت عسکرو ته عمومي عفوه شوې ده او ژوند ته یې هیڅ خطر نشته: «دوی دې ډاډه اوسي، هغوی ته عفوه شوې ده، دوی ته هیڅ ستوونزه نشته او سل په سلو کې مطمین اوسیږي.»

په همدې حال کې یو شمېر پوځي کارپوهان د سیګار راپور ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې په ځینو مواریدو کې سیګار بې طرفي نه عملي کوي.

د پوځي چارو افغان کارپوه اسدالله ندیم دویچه ویله ته وویل: «مقاومت جبهه تر اوسه دا توانایي نه لري چې د پخواني حکومت کومانډو چې په کورونو کې دي یا بې کار دي، جذب کړي، که دا ظرفیت پیدا کړي چې دا عسکر جذب کړي نو واقعاً به بیا په یوه لوی ځواک بدل شي، او کولی شي طالبانو ته ستونزي رامنځته کړي.»

دغه افغان کارپوه زیاتوي، طالبانو د کومانډو او پخوانیو سرتیرو سره سخت چلند بند نه کړي، نو دا پوځیان اړ کیږي، چې یوه لوري ته مخه کړي.