1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا په ټول آلمان کې به پر ګرځيدو بنديز ولګول شي؟

۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبه

د آلمان حکومت نن يکشنبه په برلين کې په ټول هيواد کې د کرونا ويروس پر وړاندې د ګډو اقداماتو په اړه تصميم نيسي. په دې اړه غونډه کې د آلمان د مختلفو ایالتونو لومړي وزيران شتون لري خو مرکل به په کې د ټيلفون له لارې ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/3ZsFi
Coronavirus in München - menschenleerer Marienplatz
انځور: Imago Images/Zuma/S. Babbar

په برلين کې د آلمان د مختلفو ايالتونو د لومړي وزيرانو په ننۍ غونډه کې به په ټول آلمان کې د خلکو د ګرځيدو راګرځيدو برخليک معلوميږي. دوی به د مرکل د فزيکي حضور پرته، کرونا ويروس سره د مقابلې په برخه کې د راتلونکو اقداماتو په اړه هم تصميمونه نيسي.

صدراعظمې انګلا مرکل د چهارشبنې په ورځ په خپلې تلويزيونې وينا کې د اوضاع حساسوالي ته په اشارې، د هر ډول ممکنه اقداماتو د ترسره کيدو يادونه وکړه. هغې وويل که چيرته خلک پرته له دې چې پر کرونا ويروس د مبتلا کيدو فکر وکړي، همدا شان په ښارونو او کوڅو کې تګ راتګ ولري او له يو بل څخه راچاپير وي، حکومت به اړ شي چې دغه ممکنه اقدامات عملي کړي.

د آلمان د حکومت وياند شتيفن زايبرت په خبره، د يکشنبې ورځې په غونډه کې به پر دې خبرې کيږي چې د تيرو ورځو په اوضاع کې څه ډول پرمختګونه رامنځ ته شي. دا په داسې حال کې ده چې په تيرو ورځو کې د آلمان په ايالتونو کې اوضاع يو له بل سره توپير درولود. په برلین کې له لسو کسانو څخه د ډيرو يو ځای غونډيدل ممنوع شوي. په ډيرو نورو ښارونو کې حتی له دوو کسانو څخه د ډيرو يو ځای غونډيدل ممنوع دي. په ځينو سيمو کې خلکو حتی د دې اجازه نه درلوده چې د خپلو کورونو مخې ته ودريږي، خو په ځينو نورو سيمو کې بيا خلکو اجازه درلوده چې د بيلګې په توګه د سيند په غاړه وګرځي.

داسې ښکاري چې وضعيت ډير حساس وي. هيڅ کله هم داسې نه وو شوي چې ايالتي لومړي وزيران دې په برلين کې د آلمان د صدراعظمې پرته په يوه غونډه کې بحثونه وکړي. د دغه ډول يوې غونډې جوړيدل ښيي چې وضعيت ډير حساس دی.

د برلين د يکشنبې ورځې په غونډه کې د ايالتي لومړي وزيرانو علاوه، د آلمان د ماليې وزير اولاف شولڅ، د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر، د بهرنيو چارو وزیر هايکو ماس، د روغتيا وزير ينس شپان او د آلمان د دفاع وزيره آنه ګرت کرامپ- کارنباوئر هم ګډون لري.

لا معلومه نه ده چې په دغې غونډې کې به مشورې او بحثونه څومره وخت ونيسي. خو که چيرته د نورو تصميمونو په څير يو ګډ تصميم نيول کېږي د اعلاميې له لارې به ټولو ته رسول کيږي.