1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا په بدخشان کې خپره شوې تنفسي ناروغي کرونا ده؟

۱۳۹۸ بهمن ۲۶, شنبه

د بدخشان د ولایتي شورا یو غړی وایي چې د واخان په سیمه کې د يوې تنفسي ناروغۍ په پایله کې تر ۶۰ ډیر کسان وژل شوي دي. د دغه ولایت د روغتیا ریاست د تنفسي ناروغۍ خپریدل تائیدوي، خو وایي چې لامل یي د کرونا ویروس نه دی.

https://p.dw.com/p/3XpJr
Afghanistan Landwirtschaft in der Provinz Badakhshan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د بدخشان ولایتي شورا د افغانستان په شمال ختیځ غریزه سیمه واخان کې د یوې تنفسي ناروغۍ د خپریدو خبر ورکوي. د بدخشان د ولایتي شورا غړي احمد جاوید مجددي دویچه ویله ته وویل چې د دې ناروغۍ په پایله کې په واخان کې چې د پامیر د غرونو د لړۍ په منځ کې موقعیت لري تر ۶۰ ډیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي مجددي وویل: «تر اوسه د ډاکترانو ډله واخان ته نه ده رسیدلې چې دغه ناروغي تشخصه کړي. تر اوسه پورې شپیته تنه په واخان کې تلف شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه چې نږدې ۱۰۰ تنه نور په دې سیمه کې پر دغې ناورغۍ اخته دي چې هیڅ ډول روغتیایي او حتی سمو خواړو ته لاس رسی نه لري.

د بدخشان ولایت د والي ویاند دویچه ویله ته په دې اړه وویل چې د تنفسي ناروغۍ د خپریدو له امله د واخان په سیمه کې یو شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او روغتیايي ټیم د تشخيص او ناروغانو د درملنې له پاره سیمې ته رسیدلي دي.

Wiederaufbau in Afghanistan
انځور: DW

د بدخشان ولایت د روغتیا ریاست په واخان سیمه کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون د ۳۵ تنو وژل کیدل تائیدوي چې د عادي سینه بغل او تنفسي ناروغۍ له امله یي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس نور خاورې دویچه ویله ته وویل چې په دې وروستۍ یوه میاشت کې په بدخشان ولایت کې لږ تر لږه ۵۰ تنو د دې ناروغۍ په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې ۳۵ تنه یې د واخان په سیمه کې د تنفسي ناروغۍ له امله وژل شوي دي.

 خو آیا په بدخشان کې کرونا ویروس خپور شوی؟

د بدخشان ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دې ولایت کې ياده ناروغي د یخنۍ له کبله رامنځ ته شوې او دا چې دا یوه عادي تنفسي ناروغي ده. د دې ولایت د عامې روغتیا مشر نور خاوري دویچه ویله ته وویل: «د کرونا ویروس خپریدل په بشپړه توګه ردوو او په افغانستان کې تر اوسه پورې د دې ویروس کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې.» په داسې حال کې چې بدخشان ولایت په شمال ختیځ کې له چین هیواد سره ګډه پوله لري، د دې ولایت د ولایتي شورا یو شمیر غړي او اوسیدونکي یې د کرونا ویروس د خپریدو په برخه کې اندیښمن دي.

Afghanistan Landwirtschaft in der Provinz Badakhshan
انځور: picture-alliance/NurPhoto/Mohammad Sharif Shayeq

د بدخشان ولایت واخان سیمه د پامیر د غرونو د سلسلې په منځ کې موقعیت لري چې د افغانستان په ګډون د سیمې دریو نورو هیوادونو یعنې چین، پاکستان او تاجکستان ته غځیدلي دي. د بدخشان ولایت د ولایتي شورا غړي وايي چې د دې منتقې امنیت په سیمه کې د چین او افغانستان او همدا راز د سیمې د دوو نورو هیوادونو له لوري تامینیږي او دا چې د دې کار له پاره مشترکې ګزمې هم لري. د افغانستان سرحدي ځواکونه په دې برخه کې له چینايي ځواکونو سره په تماس کې دي او خوراکي توکي یې هم د چین له لوري تمولیږي، چې همدا د دې سبب ګرځیدلي څو د بدخشان ولایت د ولایتي شورا غړي د کرونا ویروس د خپریدو په هکله اندښمن شي. د بدخشان د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دې سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه فعال کړي څو افغان ځواکونه معاینه کړي.

په عین حال کې څه موده وړاندې هم د دې ولایت د ولایتي شورا یو شمیر غړو د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د یو ډول تنفسي ناروغۍ د خپریدو خبر ورکړی وو. په دې هکله د بدخشان د ولایتي شورا یوه غړي دویچه ویله ته وویل چې یادې تنفسي ناروغۍ د یمګان ولسوالۍ په «نیش» او «دشت» کلیو کې د یوې اونۍ په ترڅ کې له ۵ کلونو کم عمر لرونکي شاوخوا ۲۱ تنو ماشومانو ژوند واخیست. نوموړي د سیمې د خلکو په حواله د دې پخلی کړی وو چې د دې ناروغۍ نخښې لړزه او تبه، سالنډي او د پوزې وینې کیدل وو.

زموږ له آرشیف څخه: