1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا په ایران کې د کرونا دوهمه څپه راغلې؟

۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبه

په ایران کې د کرونا د مثبتو پیښو او د کرونا له کبله د مرګونو ډیروالي ته په کتو سره چارواکو د ماسک اغوستل اجباري کړي، خو بیا هم ایرانیان دغه راز طبي لارښوني نه عملي کوي.

https://p.dw.com/p/3eqQ5
Iran Teheran | Coronakrise
انځور: picture-alliance/Photoshot/A. Halabisaz

په وروستیو ورځو کې په ایران کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو او د دې وبا له کبله د مرګونو ډیریدو ته په کتو سره، ایراني چارواکو د ماسکونو استفاده اجباري کړې ده. خو د چارواکو پر سپارښتونو سربیره، ایرانیان طبي سپارښتنې نه عملي کوي.

ایران چې شاوخوا ۸۰ میلیونه نفوس لري، نیږدې نیمايي نفوس یې ځوانان او تر ۳۵ کلنۍ کښته دي. د دغه هیواد ډیر نفوس د کرونا اړوند طبي لارښونې نه عملي کوي او داسې اندیښنې هم موجودې دي چې په دې هیواد کې په کرونا د ککړو کسانو او همدا راز له دې وبا د مرګونو شمیر د رسمي شمیرو په پرتله څو برابره لوړ وي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، د کرونا د وبا پرمهال، ایرانیان په عادي توګه په ودونو، جنازو او نورو مراسمو کې ګډون کوي. د همدې تیرې یکشنبې په ورځ یو ځل بیا په ایران کې د کرونا ویروس تر ټولو ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د ایراني چارواکو په خبره، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له کبله په ایران کې ۱۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو په خبره، اوسمهال د ایران په ۳۱ ولایتونو کې د کرونا له کبله رامنځ ته شوی وضعیت د اندیښنې وړ دی او یوازې د دې هیواد په سرحدي سیمو کې وضعیت تر کنترول لاندې دی.

Iran Teheran | Coronavirus | Rotes Kreuz-Freiwillige
انځور: picture-alliance/Zuma/R. Fouladi

په ایران کې اوس هم د کرونا له کبله سخت محدودیتونه نه دي وضع شوي خو بیا هم پر مذهبي او سوداګریزو فعالیتونو یو لړ محدودیتونه وضع کړل شوي دي. پر کرونا سربیره، د امریکا متحده ایالاتو له لوري پر ایران باندې وضع شویو بندیزونو د دې هیواد د خلکو اقتصادي وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.

په منځني ختیځ کې د نورو هیوادونو په پرتله اوسمهال ایران تر نورو ډیر د کرونا له کبله ځپل شوی دی. د افغانستان په دغه ګاونډي هیواد کې تر اوسه پورې د کرونا له کبله تر۱۱ نیمو زرو ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ایران کې په می میاشت کې د کرونا وضعیت څه نا څه تر کنترول لاندې وو، خو اوس یو ځل بیا د دغي وبا په مثبتو پیښو کې ډیروالی تر سترګو کیږي. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې د کرونا تر زرو زياتي مثبتې پیښې ثبت شوي دي او په دې توګه په دې هیواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پیښو شمیر هم تر دوه لکه او ۴۰ زرو اوښتی دی.