1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند مرستې به د پاکستان له لارې د انتقال اجازه ترلاسه کړي؟

۱۴۰۰ آبان ۲۲, شنبه

هند افغانستان ته د پاکستان د ځمکنې مسیر له لارې د غنمو استولو وړاندیز کړی و او پاکستان ویلي وو چې پر دې مسئلې به غور وکړي. اوس باید پاکستان د دغو مرستو د انتقال بهیر پر څرنګوالي پریکړه وکړي.

https://p.dw.com/p/42xU4
Pakistan LKW-Fahrer
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/EPA/A. Gulfam

په دې وروستيو کې دې خبرې د هندي چارواکو په حواله د دغه هیواد د رسنیو په سرټکو کې ځای نیولی دی چې پاکستان د هند له لارې افغانستان ته د خوراکي توکو د مرستو د لیږد بهیر پر څرنګوالي غور کوي او ژر به پریکړه وکړي. پر هندي مرستو بار دغه لارۍ باید د پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان ته انتقال شي.

پاکستان اوس باید دا پریکړه وکړي چې آیا هندي لاریو ته اجازه ورکوي چې د پاکستان د ځمکنۍ لارې په کارولو سره دغه مرستي په مستقیم ډول افغانستان ته انتقال کړي او یا هم د هند له سرحد څخه دغه مواد په پاکستاني لاریو کې افغانستان ته انتقال کړای شي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان حکومت وایي چې د دغه هیواد لومړي وزیر عمران خان افغان چارواکو ته ویلي دي چې په «ښه نیت سره به پر دې موضوع غور» وکړي. عمران خان ویلي دي چې د انساني همدردۍ له مخې به په غیر معمولې شکل په دې هکله پریکړه وکړي.

د جمعې په ورځ د طالبانو یوه پلاوي له عمران خان سره لیدلي دي او په دې ترڅ کې پر دې موضوع هم خبرې شوي دي او د پاکستان له خوا ورته په ښه طریقه د دې ستونزې د حلولو ډاډ ورکړل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یوه پلاوي اسلام آباد ته د خپل سفر پر مهال له عمران خان سره لیدلي. د پاکستان لومړي وزیر په داسې یو وخت کې چې افغانستان له مختلفو چلنجونو سره لاس او ګریوان دی د طالبانو دغه پلاوي ته د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ ورکړی دی.

Pakistan Islamabad | Imran Khan, Premierminister
د پاکستان لومړی وزیر عمران خانانځور: Saiyna Bashir/REUTERS

عمران خان ویلي دي چې یو امن، مستحکم، خپلواک او هوسا افغانستان د پاکستان او ټولې سیمې د پراخو ګټو له پاره مهم دی.

د هند له خوا د خوراکي توکو د استولو وړاندیز

ډیر شمیر هندي رسنۍ او ورځپاڼې د دغه هیواد د چارواکو په حواله رپوټونه خپروي چې هندوستان افغانستان ته د خوراکي توکو د استولو په خاطر پاکستان ته یو پلان وړاندې کړی و، خو پاکستان تر اوسه پورې په دې هکله وروستی ځواب نه دی ورکړی. دا لومړی ځل دی چې د پاکستان له خوا ویل کیږي چې پر دې مسئلې به غور وکړي.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې په حواله هند څو اونۍ مخکې د پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان ته د غنمو او یو شمیر نورو خوراکي توکو د استولو وړاندیز کړی دی او د پاکستان له لارې یې د نږدې ۵۰۰۰ لاریو د استولو اجازه غوښتې ده. پاکستان لا پر دې وړاندیز غور کوي.

د ورځپاڼې په حواله که هندي لارۍ د پاکستان د ځمکې له لارې د تیریدو اجازه ترلاسه نه کړي، نو پاکستان به دغه مواد د هند له سرحد څخه پورته کوي او افغانستان ته به یي رسوي چې دا کار به یو څه ستونزمن وي.

د چین، ترکیې او پاکستان په څیر هیوادونو لا پخوا د بشري مرستو رسولو کار پیل کړی دی. هند هم غواړي ورته کار وکړي، خو له دغه هیواد سره د پاکستان پرته بله لار نشته او که شته هم هغه ډیره ستونزمنه ده او ډیر مصارف ایجابوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص