1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا مولانا طارق جمیل یوه نوې مقدسه غوا ده؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

د پاکستان د مشهور ديني عالم مولانا طارق جمیل له خوا د رسنیو درواغجن بلل کیدو په غبرګون کې د رسنیو نرم چلند د یو شمیر سیاسي او ټولنیزو کړیو له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی. ځیني حلقې هغه د پاکستان نوې مقدسه غوا بولي.

https://p.dw.com/p/3bOLT
Maulana Tariq Jamil
انځور: picture-alliance/dpa/S. Mazhar

مولانا طارق جمیل د پنجشنبې په ورځ ټولې رسنۍ هغه وخت درواغجنې ؤبللې، کله چې هغه د تلیفون له طریقه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره یوځای د کرونا ویروس د ختمولو له پاره د بسپنې راټولولو په یوه کمپاین کې ګډون کړی وو.
انتقاد کونکي ادعا کوي چې مولانا په دې کمپاین کې له حکومت او چارواکو سره د خپلو ارتباطاتو د لا زیات نږدې کولو له پاره د عمران خان په ستاينه کې قصیدې هم ویلي، چې د یو شمیر کړیو له خوا له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

له اوسنۍ شخړیزې وینا وروسته په دغه هیواد کې مختلفو کړیو پر طارق جمیل لږ، خو پر رسنیو ډیر تمرکز کړی دی. د دوی په نظر رسنۍ طارق جمیل یوه نوې مقدسه غوا بولي.

د انګلیسې ورځپاڼې «نیوز» لیکوال او شنونکي عامر حسین په اند رسنۍ له طارق جمیل څخه ویریږي: «طارق جمیل په ظاهر کې ډير خوش اخلاقه دی، خو رسنۍ پوهیږي چې د هغه تر شا ډیرې ځواکمنې کړۍ دي. په دې هیواد کې نه پر دغو قوي کړیو او نه هم د هغو په وسیله کښينول شویو یا کرل شویو مولویانو انتقاد کیدای شي. نو له همدې امله رسنۍ خپل حدود پيژني او پر مولانا یې سخت انتقاد نه دی کړی.»

د پاکستان د لاهور ښار سره تعلق لرونکی یوه بل شنونکی حبیب اکرم هم ورته نظر لري: «زما په نظر رسنیو د دې له پاره خپل چلن نرم ساتلی دی، ځکه چې مولانايان د اوسني وخت له ډيرو پياوړو کړیو او تقاعد شویو افسرانو سره ډیر ښه ارتباتاط لري. هغوی په تبلیغي جماعت پورې اړه لري چې په هغې کې ډیر شتمن او کاروباري خلک شتون لري. سربیره پر دې هغه له ټولنې او یو شمیر پارلماني استازو سره هم ښې اړيکې لري، نو دغو ټولو عواملو شاید میډیا مجبوره کړې وي چې د هغه په برخه کې له نرمۍ څخه کار واخلي.»

Pakistan Beerdigung von Junaid Jamshed in Karatschi
انځور: DW/U. Fatima

د پاکستاني رسنیو په هکله داسې تصور موجود دی چې له سیاستوالو څخه ډیرې سختې پوښتنې کوي.

Pakistan Raiwind muslimische Pilger
انځور: imago images/Pacific Press/R.S. Hussain

د پاکستان پیپلز ګوند یو مشر او د صنعت پخوانی وزیر آیت الله درانی وایي که داسې وینا د پاکستان پخواني ولسمشر آصف علي زرداري کړې وای، نو رسنیو به تر اوسه پورې هغه او پي پي پي ګوند کافر بللی وو: «خو خلکو ته د طارق جمیل او تبلیغي جماعت د طاقت اندازه معلومه ده. ټول پوهیږي چې جنرال محمود چیرته ناست دی. سربیره پر دې تبلیغي جماعت نه یوازې په پاکستان بلکې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم موجودیت لري، نو بیا پر هغه انتقاد څنګه کیدلی شي؟»

پاکستان د تبلیغي جماعت زرګونو کسان قرنطين کړي دي

د پاکستان د ژورنالیستانو د اتحادیي د پخواني مرستیال جنرال ناصر ملک په خبره د رسنیو نرم غبرګون دا نظر پیاوړی کوي چې طارق جمیل یوه نوې مقدسه غوا ده، چې له انتقاد څخه لوړ دی: «رسنیزې ډلې باید په عاجل ډول د دې بیان پر وړاندې احتجاج وکړي. مونږ ته معلومه ده چې له بروکراتانو نیولې بیا د پوځ تر افسرانو پورې د طارق جمیل له پلویانو څخه دي، خو دا په دې معنا نه ده چې هغه دې په دې ډول بې مسئولیته ویناوې وکړي.»
خو د تبلیغي جماعت پورې اړوند کسان بیا د طارق جمیل دفاع کوي. طارق جمیل په دې وروستیو میاشتو کې د عمران خان څخه د ملاتړ له امله له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی دی.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص