1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا د کرونا مبتلایان به تر جوړیدو وروسته مصئون وي؟

۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبه

تر اوسه پورې د کرونا ويروس ۱۲۷ زره مبتلايان بيرته جوړشوي، خو آيا دوی به وروسته بیرته په اخته نه سي ؟ اکثرو څيړونکو د بيرته روغ شوي کس مصوئنيت تائيد کړی، خو وايي چې د مصئونيت دوره لا مشخصه نه ده.

https://p.dw.com/p/3a9vL
Marburger Forscher suchen Impfstoff gegen Coronavirus
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

اکثره ويروس پيژندونکي، د هغې جملې څخه د آلمان د هلم هولتس له انستيتوت څخه، ملاني برينکمن په دې بارو ده چې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د هغو کسانو مصئونيت «ډیر د شک وړ»دی کوم چې په کرونا ويروس اخته شوي او بيا بيرته ښه شوي دي.

هغه وايي، موږ پوهیږو چې په کرونا ویروس مبتلایان تر جوړیدو وروسته، پر دغه ويروس د بيا ځلې ابتلا کیدو څخه مصئونه دي، خو دا چې د کرونا ويروس پيژندنه نوې ده، لا تر اوسه هم نه پوهيږو چې دغه مصئونيت به تر څه وخت پورې دوام کوي.

د آلمان يو تلويزيون د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۲۶مه) د «تاګ شو» خپرونې په رپوټ کې ليکلي چې څيړونکې دغې پوښتنې ته د قطعي ځواب موندلو له پاره اوس مهال پر څيړنو بوخت دي. په دې برخه کې د انتي باډيو د فعاليتونو پر څرنګوالي باندې تمرکز ډير اړين دی.

لومړنۍ آزموينې، پر کرونا ويروس تر مبتلا کيدو وروسته د انتي باډيو فعاليدل ثابتوي. همدغه راز پر يو ډول بیزوګانو باندې ترسره شوو آزموينو هم ښودلې چې هغوی پر کرونا ويروس تر مبتلا او بيرته روغيدو وروسته، بيا پر دغه ويروس نه دي اخته شوي. سربيره پر دې چې دغه بيزوګانې د کرونا ويروس سره ډير نژدې په تماس کې هم پاتې شوي دي.

د آلمان د کولن ښار د پوهنتون کلينیک، د بدن د دفاعي سیستم او مصئونيت په برخه کې د يو عصري پوهنځي په توګه پيژندل شوی دی.

په دغه کلينيک کې فلورين کلاین، د څيړونکو له ېوې ډلې سره د انتي باډيو په هکله تحقيقات کوي.

هغه وايي دغه ټيم اوسمهال د نوي کرونا ويروس د ابتلا پر وخت د ناروغ د بدن د دفاعي سيسټم د فعاليت او د ابتلا پر وخت د انتي باډيو د بيرته شکل نيولو د څرنګوالي په اړه تحقیقات کوي.

دغه ټيم غواړي دا معلومه کړي چې د کرونا ويروس پر وړاندې د بدن د دفاعي سیستم عکس العمل څه ډول دی او له ابتلا څخه د مخنيوي په برخه کې د انټي باډیو د شکل نيولو او د هغو د فعاليتونو څرنګوالی څيړي.

د کولن کلينيک د يو ويروس پيژندونکي په خبره، د انټي باډیو آزموينې لا په ابتدايي مرحله کې دي. دی وايي هدف دا دی چې داسې يوې مرحلې ته ورسيږي چې په هغې کې وشي کړای د انټي باډيو د فعالیت په اړه قطعي نظر بيان کړي. هغه زياته کړه، د دغې مرحلې په ادامه کې او «تر اوونيو او مياشتو وروسته» موږ کولی شو په دې مسئله کې دقيق اطلاعات تر لاسه کړو.

هغه کسان چې په کرونا ويروس اخته شوي او بيا بيرته جوړ شوي دي، په اړه يې د چين په ګډون د نورو هيوادونو کارپوهان هم وايي چې دوی په راتلونکې کې له دغه ويروس څخه په امن کې دي. خو په عين وخت کې دوی تقریبأ ټوله پر دې هم ټينګار کوي چې د دوی د مصئونيت دوره لا تر اوسه مشخصه نه ده.

د نوې کرونا یا کوويد ۱۹ ويروس له پاره تر اوسه کوم درمل او يا واکسين نه دی جوړ شوی. اوس مهال چې د دغه ويروس پر ناروغانو کوم درمل آزمويل کیږي، هغه درمل دي چې د ايدز او ابولا په څير ناروغيو پر وړاندې کارول شوي دي.

د درمل جوړولو شرکت شپه او ورځ په دې هڅو کوي دي تر څو ژر تر ژره د کرونا ويروس واکسين جوړ کړي خو له دې ټولو سره سره، کارپوهان په دې باور دي چې بازار ته به د دغه ويروس واکسين راوتل د ۲۰۲۱ کال له پيل څخه دمخه امکان ونه لري.