1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د میرکل د سیاسي ژوند ښې ورځې مخ په ختمیدو دي؟

۱۳۹۷ مهر ۵, پنجشنبه

د آلمان مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو د خپل پارلماني فرکسیون له پاره یو نوی مشر وټاکه او په دې توګه یې د میرکل یو ډیر باوري کس لیري کړ. دا موضوع به د میرکل او د دې د حکومت د راتلونکي له پاره څه معنی ولري؟

https://p.dw.com/p/35aSz
Unionsfraktion im Bundestag, Bundeskanzlerin Angela Merkel (CDU)
انځور: picture-alliance/dpa/B.von Jutrczenka

د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کې د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو د فراکسیون د مشر په ټاکنو کې، صدراعظمې انګلا میرکل ته د نزدې سیاستوال فولکر کاودر، ماتې میرکل لا پسې کمزوري کړې. دغه وضعیت پر دې سربیره هم د میرکل په زیان آرزول کیږي چې د فراکسیون نوي ټاکل شوي مشر رالف برینک هاوس، ټینګار کړی چې هغه به د صدراعظمې د سیاستونو مخالفت و نه کړي. 

اوس تر دې نا اټکل شوي پیښې یوه ورځ وروسته، په برلين کې د صدارت، پارلمان او کابینې ټولې رسمي چارې په عادي ډول پر مخ روانې دي. دا هغه څه وو چې د سه شنبې په شپه په دې اړه د جوړی شوی غونډې پر مهال د میرکل په الفاظو او څیرې کې له ورایه معلومیدلې. میرکل وویل: «دا یو د یموکراسۍ له لوړو او ژورو څخه دی چې ښيې ناکامي هم شتون لري او هغه باید په نورو الفاظو بریالیتوب ونه ښودل شي. خو سره له دې هم غواړم چې مسیحي سوسیال او مسیحي دیموکرات لوری دی په پارلمان کې خپل کار ته په بریالیتوب سره دوام ورکړي.»

میرکل په خپل وینا کې د رالف برینک هاوس، چې په دې ټاکنو کې بریالی شوی وو په مخاطب کولو سره وویل چې له خپلو ټولو امکاناتو سره به له ده څخه ملاتړ وکړي.

کاودر له میرکل سره

میرکل د چهار شنبې په ورځ د صدارت په ماڼۍ کې برینک هاوس ته ښه راغلاست ووایه. نوموړۍ مخکې تر دې لیدنې کتنې ویلي وو: «مونږ ستونزمنې پروژې په مخکې لرو او سبا هم همدلته یو.»

د برینک هاوس ټاکل کیدو وښووله چې د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو فرکسیون نور هغه لوری نه دی چې د میرکل یا د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، د ګوتو په اشارې سره خپل مسیر وټاکي. خو سره له دې هم که په ۲۰۰۹ م کال کې د آلمان د پارلمان د غړي په توګه د ټاکل کیدو پر مهال د برینک هاوس خبرو ته دقت وشي، په هغه وخت کې یې ځان د میرکل پل تعقیب کوونکی باله او ویلی یې وو چې نه غواړي خپل لوری بدل کړي.

Ralph Brinkhaus, CDU
رالف برینک هاوس، د آلمان مسیحي دیموکرات ګوندانځور: picture-alliance/Eventpress Stauffenberg

د نورد راین وستفالن ایالت لومړی وزیر او د مسیحي دیموکرات ګوند مرستیال آرمين لاشیت، د «ZDF» تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي وو: «دلته یوازې د کار نوی طرز مطرح دی.»

د اروپایې اتحادیې په اړه د برینک هاوس، دریځ به د هغه له ګمارل کیدو سره د میرکل په ګټه تمام شي ځکه د برینک هاوس ټولې طرحې او سیاسي مسیرونه د اورپایې اتحادیې په پلوي دي.

برینک هاوس په خپلو ویناو کې د آلمان د مسئولیتونو په برخه کې پر زغم او سازش ټینګار کوي او دی پخپله د کلاسیک ټولنیز بازار اقتصاد پلوی دی. خو سره له دې هم هغه ځان میرکل پورې منحصر نه بولي.

خطرناکې خاطرې

د میرکل له پاره چې په خپله په ۱۹۹۹م کال کې له هلموت کهول څخه مخکې شوې وه او شاوخوا پنځه کاله وروسته د ګوند مشره شوه، اوس د برینک هاوس بریالیتوب له یوې خوا یوه نوی تجربه او له بلې خوا د تیرو وختونو خطرناکې خاطرې را ژوندۍ کوي.

میرکل ۱۹ کال مخکې لیکلي وو چې دغه ګوند باید «خپل د تګ لاره زده کړي» او په راتلونکې کې هم بی له کهول څخه د خپلو سیاسي مخالفينو پر وړاندې خپله مبارزه جاري وساتي.

د مسیحي ګوندونو اتحاد همدا اوس هغه لار زده کوي چې میرکل ورته پخوا اشاره کړې وه. همدا اوس د میرکل سیاسي مخالفين وایې چې په دغو ټاکنو کې د کاودر ناکامي په حقیقت کې میرکل ته د سلب اعتماد د رای ورکړه ده.