1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د ترکیې ټاکنې به د اردوغان په خوښه تمامې شي؟

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۱۰, یکشنبه

د ترکیې پارلماني ټاکنې په یوه ترینگلي سیاسي فضاء کې پيل شوې. د کشمکشونو تر سیوري لاندې پر ترکانو باندې غږ شوی چې نوی پارلمان وټاکي. آیا د اردوغان گوند AKP به مطلق اکثریت ترلاسه کړای شي؟

https://p.dw.com/p/1Gxq9
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck


د نږدې پنځو میاشتو په جریان کې دا دویم وار دی چې نن د یکشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱) ترکان د رای ورکونې مرکزونو ته ورځي. مخافظه پاله اسلامي ولسمشر رجب طیب اردغان هیله لري چې په دغو ټاکنو کې چې تر وخت مخکې ترسره کیږي د خپل گوند له پاره مطلق اکثریت ترلاسه کړي، څو په دې ترتیب د ولسمشر په توگه خپل واک لا پسې پراخه کړای شي.
هغه پر رای ورکونکو غږ کړی چې یو گوندي حکومت ته رایه ورکړي. د اردوغان گوند چې په ترکیه کې د ۲۰۰۲ کال راهیسې په قدرت کې دی د جون میاشتې په ټاکنو کې د ۴۰،۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل له پاره ونه توانید چې مطلق اکثریت ترلاسه کړي.
په دغو ټاکنو کې د کردانو گوند HDP د لومړي ځل له پاره وکولای شول چې پارلمان ته لاره پيدا کړي. پارلمان ته په غیرمنتظره توگه د کردانو لاره پيدا کول د دې سبب شو چې د AKPگوند د ترکیې په پارلمان کې له مطلق اکثریت تر لاسه کولو څخه محروم کړي.
د یوې نوې نظرسنجۍ له مخې اټکل کیږي چې دغه ټاکنې به د جون میاشتې ټاکنو ته ورته پایلې ولري. په ترکیې د AKP یا عدالت او توسعې گوند یوگوندي حکومت رامنځته کیدل غیر یقیني، خو نا ممکنه نه دي. ټولې نظر سنجۍ ښیي چې د HDP کرد پلوه گوند به تر لس سلنو ډیرې رايې ترلاسه کړي. همدارنگه د CHP سیکولار او د MHP تندلارو نشنالستانو گوندونه به یو وار بیا په پارلمان کې استازي ولري.
له HDP سره ائتلاف نه کیږي
شاید هم د یکشنبې په ورځ د یو ائتلاف رامنځته کیدل اړین وي. کیدای شي د عدالت او توسعې گوند له CHP سیکولار او یا MHP نشنلست گوند یو ائتلاف رامنځته کړي. خو د توسعې او عدالت گوند به په هیڅ صورت کې د کردانو له HDP گوند سره ائتلاف ونه کړي. د رای ورکونې مرکزونه به وروسته له غرمې د مرکزي اروپا وخت مطابق په ۳ بجو وتړل شي. تمه کیږي چې لومړنۍ پایلې به هم تر ۷ بجو وروسته معلومې شي. په مجموع کې پر ۵۶،۶ میلیونو ترکانو په ټاکنو کې د گډون له پاره غږ شوی دی.
څارونکي اندیښنه لري چې مخکې تر وخت پارلماني ټاکنې به ونه کولې شي په دغه هیواد کې کشمکشونو او زور زیاتي ته د پای ټکی کیږدي. د جون میاشتې تر ټاکنو وروسته د حکومتي گوند او کردي یاغیانو تر منځ ترینگلتیا خونړۍ بڼه خپله کړې ده. د دې تر څنگ اسلامي دولت (IS)ډلې ډیر شمیر ترهگریز بریدونه ترسره کړي دي. د دوی له جملې څخه د اکتوبر میاشتې په ۱۰ نیټه په یوه سوله ییزې مظاهره کې د چادونو په ترڅ کې د ۱۰۲ تنو وژل کیدل دغه هیواد ولړزاوه.

Türkei Polizei stürmt regierungskritischen Fernsehsender
انځور: Reuters/M. Sezer

د HDP گوند چې د دغو بریدونو اصلي هدف وو خپل د انتخاباتي مبارزې له غونډې څخه صرف نظر وکړ. د ترکیې په سویل ختیځ کې له کردي یاغیانو سره روانو کشمکشونو او جگړې ته په کتلو سره د ټاکنو د امنیت په موخه د ټول هیواد په کچه نږدې ۴۰۰۰۰۰ پولیس گمارل شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب