1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د بن د اقلیم کنفرانس به تر ټولو ستر او شين وي؟

۱۳۹۶ آبان ۸, دوشنبه

د ملگرو ملتونو ټاټوبی بن ښار د اقليم د نړيوال کنفرانس د کوربتوب له پاره چمتو دی. خو ځايي چارواکي، غير دولتي موسسې او عام وگړي څه انتظارات لري؟

https://p.dw.com/p/2mjJ3
UN-Klimakonferenz 2017 in Bonn | Aufbau
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

کله چې په کال کې يو وار نړۍ د اقليم ساتنې له پاره سره راټوليږي، نو يو څو بنسټيزو عناصرو ته اړتيا وي لکه وخت، پيسې او فضا. خو د ملگرو ملتونو د دې کنفرانس له پاره چې د نوامبر د ۶ تر ۱۷ نيټې پورې په بن کې جوړيږي، تر دې هم زياتو مهمو عناصرو يعني صبر او د وسپنې عصابو ته اړتيا شته.

که چیرې گډونوال دغه اجزا له ځان سره ولري نو دا به له نورو سره خپل مرام ته په رسيدو کې مرسته وکړي: ۱۹۶ اړخونه به د پاريس د تړون د عملي کولو له پاره د ثابتو اقداماتو پر سر توافق ته د رسيدو له پاره دوه اوونۍ وخت ولري. 

آلمان د کوربه په توگه د اقليم بدلون په هلکه د ملگرو ملتونو د منشور د غړو د ۲۳ کنفرانس له پاره د ۱۱۷ ميليون يورو بودجه ځانگړې کړې. د کنفرانس د ۲۵ زرو گډونوالو د ځای پر ځای کولو له پاره د راين سيند پر غاړه د فوټبال د اتوو لوبغالو برابر د خيمو يو ښارگوټې آباد کړل شوې دی.

په دې توگه سږنی کنفرانس ورو ورو يوه بڼه خپلوي. له يوه پلوه د امريکا متحده ايالاتو د پاريس له تړونه د وتلو او ولسمشر دونالد ترمپ تهديدونکی سيوری نور نشته. له بل پلوه پر اقليم له غږيدونکو څخه انتظار کيږي چې د پاريس د تړون د عملي کولو له پاره د «قواعدو» پر جزياتو کار وکړي څو بيا دغه بل کال ته د پولند په کنفرانس کې تصويب شي.

د ټولو گډونوالو د راټولو له پاره د لسیزو تر هڅو وروسته، اوس د ثابتو گامونو د پورته کولو وخت رارسيدلی خو همدا تر ټولو لويه ستونزه  ده.

د اقليم بدلون د جزيره يي هيوادونو له پاره يوه ستره ننگونه ده. دا چې د دې هيواد کړاو نورو ته روښانه شي، د سږني کال صدارت فجي هيواد ته سپارل شوی دی.

سيمه ايزې ادارې هم پکښې شاملې شوې دي

نړيواله تودوخه ډيره ستره موضوع ده چې ځواب یې پر نړيواله، ملي او سيمه ایزه کچه د کوچنيو گامونو په پورته کولو سره بايد وويل شي. سيمه ایزې ادارې به دا ځل ډير مهم نقش ولوبوي. د سيمه ایزو ادارو د باخبر ساتلو له پاره د نورد راين ویسټفالن د پايښت د سيمې ایزې «LAG 21» نومې ډلې څخه موريڅ شمت فعاليت ترسره کوي. د نوامبر پر ۱۴ نيټه به نوموړې د نورو هيوادونو مثال په توگه نيکاراگوا او پيرو سره د اقليم په برخه کې د همکاريو پروژې معرفي کړي. دی وايي: «د اقليم ساتنې د کنفرانس تاريخ ښيي چې په ټوله کې يوازې دولتي استازي نه وو چې د بدلون سبب شوي بلکې د ناحيو او مدني ټولنو فشارونو هم ډير مهم او اړين ول.»

Bauarbeit des COP23-Geländes im DW-Hinterhof Bonn
بون د اقليم نړيوال کنفرانس ته چمتو دیانځور: DW/S.Diehn

تر ټولو ستر او شين کنفرانس

خو د بن وگړي د هغه ډول گډوډيو ويره لري لکه په هامبورگ کې چې د شلو صنعتي هيوادونو د سرمشريزې پر وخت وشوې او په دې اړه هم اندیښنې لري چې د کنفرانس په موده کې به یې ورځنی ژوند تر کومه اغیزمن شي.

ځکه ټولو ۲۵ زرو ميلمنو ته بايد خواړه او د اوسيدوانې زمينه برابره کړل شي.  همدا راز به دوی هره ورځ د حمل و نقل وسايلو ته هم اړتيا لري. د اقليم دا سږنی کنفرانس به ډير مختلف وي. دا به نه يوازې د آلمان تر ټولو ستر کنفرانس وي بلکې د ملگرو ملتونو د اقليم د کنواسيون د چوکاټ «UNFCCC»  د استازي نک نوتال په حواله به د «ملگرو ملتونو تر ټول شين کنفرانس» هم وي.

دی وايي د مضر گازونو د پاکو نقليه وسايلو استعمال، د سيمه ایزو بزگرانو څخه د سبزيجاتو رانيول او د کاغذ د چاپ د وسايلو په نه شتون سره هڅه کوي دغه کنفرانس يو ښه مثال ورگرځي.

د اقليم ساتنې له پاره له ډبرو سکرو څخه ډډه کول

د چاپيريال او طبيعت د ساتنې د ټولنې د مشر ديرک يانسن، په آند د اقليم ساتنې له پاره د ډبرو سکرو څخه لاس په سر کيدل اړين دي. ده وويل چې د کنفرانس پر وخت د کاربن دای اکسايد د افرازاتو کچه ټيټه ساتل په داسې حال کې هيڅ گټه نه لري چې د کنفرانس ځای ته څيرمه د ډبرو سکرو د اروپا په کچه ستر کان فعال وي. دی وايي: «موږ به د ډبرو سکرو څخه په چټکه او بشپړه توگه د لاس پر سر کيدو له پاره مظاهرې وکړو. ځکه که چيرې موږ د ډبرو سکرو څخه په بشپړه توگه لاس وانه خلو نو آلمان به د اقليم خپل هدف ته ونه رسيږي. دا به د ملگرو ملتونو د دې کنفرانس له پاره هم يو ډير ناوړه سگنال وي.»