1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د اسرائیل په رسمیت پيژندلو له پاره پر پاکستان فشار دی؟

۱۳۹۹ آبان ۲۸, چهارشنبه

ځینو پاکستاني، اسرائیلي او هندي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې د اسرائيل په رسمیت پيژندلو له پاره پر پاکستان فشار دی. خو د دغه هیواد د بهرینو چارو وزارت څه وایي؟

https://p.dw.com/p/3lUYJ
Screenshot Exklusivinterview mit Imran Khan

اسرائیلي ورځپاڼې هاریتڅ، د نومبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، په حواله خبر ورکړی وو چې پر امریکا متحده ایالاتو سربیره یو بل هیواد پر پاکستان فشار راوړي چې اسرائیل په رسمیت وپيژني. هاریتڅ، د ایکسپرس ټریبون په نوم د پاکستانۍ ورځپاڼې له قوله ویلي چې د نومبر په ۱۳مه نېټه په دې اړه پکې یو رپوټ خپور شوی وو. په دغه رپوټ کې ویل شوي وو چې د پاکستان لومړي وزیر له یوه شخصي تلویزوني چېنل سره په خبرو کې د اسرائیل په رسمیت پيژندلو له پاره د فشار خبره کړې وه. خو د ورځپاڼې په وینا عمران خان د کوم هیواد نوم نه وو اخیستی.

همدا خبر په لندن کې د مډل ایسټ آی، په نوم آنلاین رسنۍ د نومبر په ۱۶مه نېټه خپور کړ. تر دې وروسته دغه موضوع د یو شمیر هندي رسنیو د سرټکی وګرځید. د هند پر رسنیو سربیره د پاکستان د ډان، په نوم ورځپاڼې هم د مډل ایسټ آی ورځپاڼې په حواله دغه رپوټ خپور کړ.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا روښانه کړې ده چې په دې هکله ورکول کیدونکي خبرونه بې بنسټه دي. د دویچه ویله د اردو څانګې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند زاهد حفیظ چوهدري، له لوري په استول شوي بیان کې راغلي دي چې د پاکستان لومړي وزیر په واضحه ټکو کې دا خبره کړې ده چې تر هغه وخته چې د فلسطین د ستونزې حل د فلسطیني ولس د غوښتنو سره سم نه وي لټول شوی، پاکستان، اسرائیل په رسمیت نه شي پيژندلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره «د لومړي وزیر [عمران خان] څرګندونې په ښکاره توګه په دې اړه د پاکستان د دریځ وضاحت کوي، چې بې بنسټه فرضیو ته پکې کوم ځای نه پاتې کیږي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا منصفانه، بشپړ او پایداره امن له پاره به پاکستان د دوو دولتونو حل لارې ملاتړ ته ادامه ورکړي کوم چې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمانونو د تړونونو او د دې تر څنګ د نړیوالو قوانینو سره هم مطابقت لري.

د یادولو وړ ده چې خلیجي هیوادونو متحده عربي آماراتو او بحرین له اسرائیل سره بیرته اړیکي پېل کړي دي.