1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا افغانستان کې د زده کړو چاپيریال خوندې دی؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ شهریور ۱۸, جمعه

د سپټمبر ۹مه «له برېدونو د زده کړو ساتنه» نړېواله ورځ ده، په افغانستان کې لاهم د زده کړو له پاره د یوه خوندې چاپيریال پر رامنځته کېدو ټینګار کیږي. تر دې یوه ورځ وړاندې د سواد زده کړې نړېواله ورځ وه.

https://p.dw.com/p/4GdcJ
Afghanistan Mädchen und Frauen wollen unbedingt wieder zum Unterricht
انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د سپټمبر نهمه یا »له برېدونو د زده کړو ساتنه» نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي دي چې ښوونځي باید یواځې د زده کړو، سوله ایز او خوندې ځایونه وي.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: »دا له شرم ډک او د نه منلو ده، په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱م کلونو کې تر ۹۰۰۰ ډېر زده کوونکي او ښوونکي، وژل شوي، تښتول شوي، نېول شوي او یا ټپیان شوي دي.»

د افغانستان په تېرو څو لسیزو جګړو کې ښوونیز مرکزونه هم کله نا کله د جګړې د سنګر او ډېری وختونه مخامخ د بریدونو هدف ګرځیدلي.

طالبان چې له تېر یو کال راهېسې یې بیا واک ترلاسه کړی او ادعا کوي چې جګړې او برېدونه کم شوي، خو همدا شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د کابل لویدیځ کې پر ښوونځي برید ۹ ماشومان ووژل.

د خوندېتوب نړېوال ایتلاف د یوه وروستي راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې پر ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو شاوخوا ۳۵۰ برېدونه شوي دي.

په تېر جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت یوه جګپوړي چارواکي حسني مبارک عزیزي دویچه ویله ته وویل:«دا چې په تېرو څلویښتو کلونو جګړه کې معارف څومره قربانی ورکړي، محسوس دي او د هېرېدلو نه دي.»

Afghanistan Symbolbild Bildung Frauen
کابل پوهنتونانځور: Majid Saeedi/Getty Images

 ښاغلی عزیزي زیاتوي پر ښوونیزو مرکزونو په ځانګړې توګه د نجونو پر ښوونځیو د برېدونو مسؤلیت ترډېره داعش ډله پرغاړه اخلي.

ډاکټره اقصی صافی چې اوس په المان کې ژوند کوي دویچه ویله ته وویل، افغان میندې او پلرونه اوس هم په ډاډه زړه خپل اولادونه ښوونځیو ته نه شي لېږلی: «په افغانستان کې د زده کړو له پاره شرایط ډېر سخت دي، مثلا همدااوس هم چې زه هلته له کورنیو سره په اړیکه کې یم، هغوی پر خپلو اولادونو ویریږي، ځکه موږ ولیدل چې پر مکتبونو حملې وشوې او متاسفانه د ښوونځیو ډېر ماشومان قرباني شول.»

څيړونکي: طالبان په خپلو کې د ښځو پر موضوع هم نظره نه دي

تر دې یوه ورځ وړاندې یعنې د سپټمبر اتمه د سواد زده کړې نړېواله ورځ وه، کتونکي وايي سره له دې چې د جمهوریت په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې پر پوهنې وزارت میلیونه ډالر پانګونه شوې، خو د سواد زده کړې په برخه کې اغیزمنې کړنلارې نه دي پلې شوي.

د پوهنې وزارت یوه پخواني مرستیال صدیق پتمن دویچه ویله ته وویل: «په دې برخه کې د یونسکو لخوا پروګرامونه پيل شوي وې، خو دا برنامې کافې نه وې، باوجود د دې چې په پوهنې وزارت کې د سوادزده کړې معینیت موجود و خو د حکومت بودجه د هغه له پاره پر نشت حساب وه.»

د «سواد زده کړې» او «له برېدونو د زده کړو ساتني» نړېوالو ورځو څخه داسې مهال یادونه کیږي چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم په افغانستان کې له تېر یوه کال راهېسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

پکتیا کې د نجونو ښوونځي پرانستل شوي؛ طالبان وايي څېړنه کوي چې چا پرانستي؟

د پوهنې وزارت پخواني چارواکي حسنې مبارک عزیزي وویل، په افغانستان کې نور هیڅ دلیل نشته چې د نجونو ښوونځي دې نور هم تړلي پاتې شي.

د نوموړي په وینا د طالبانو حکومت باید د سواد زده کړې نړېوالې ورځې په ویاړ د نجونو ښوونځي پرانېستې وای، خو داسې ونه شول.

زموږ له آرشیف څخه:

په ماتو، خو مضبوطو ګامونو د زده کړې پر لور