1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا پوړنی بايد په ابتدايي مکتب کې هم پر سر شي؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۷, جمعه

د لباس ډېرو لږو شيانو د خلکو نظرونه داسې سره وېشلي دي. وروسته له هغه چې اتريش په ابتدايي ښوونځيو کې پوړنی منع کړی په آلمان کې هم د ټکري په اړه بحث پيل شوی چې پلويان او مخالفين ورته البته ډېر اهميت ورکوي. #مکالمه

https://p.dw.com/p/3Idlb
Deutschland Symbolbild Schülerin mit Kopftuch
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kastl

د اتريش د پارلمان له پرېکړې څخه يوازې ۲۴ ساعته تېريږي چې تاثيرات يې اوس په آلمان کې هم احساسېدای شي. د «بيلد» ورځپاڼې چې دغسې موضوعات پر له پسې او تل خپروي، د دغې موضوع په هکله د آلمان د حکومت له خوا د ادغام د چارو له مسئولې او سياستوالې، انېته ويدمان ماوڅ، سره مرکه کړې ده. هغې په دې مرکه کې د آلمان په ابتدايي ښوونځيو کې د پوړني د منع کولو يوه ارزونه غوښتې ده. ويدمان ماوڅ د «بيلد» ورځپاڼې ته ويلي دي: «دا چې وړې نجونې پوړنی پر سروي، د حيرانتيا وړ خبره ده، ډېر مسلمانان هم په دې نظر دي. ټول هغه تدابير چې نجونې له دغه کار څخه ژغوري، له والدينو سره د خبرو څخه نيولې تر منع کولو پورې يې بايد وارزول او عملي هم شي.»

په ښکاره توګه د انزوا نخښه؟

د اتريش پارلمان د چارشنبې په ورځ په ابتدايي ښوونځيو کې د پوړني د منع کولو پرېکړه کړې ده. په آلمان کې دغه ډول ممنوعيت د آلمان د پارلمان د علمي څانګې په نظر د اساسي قانون خلاف کار دی. هاينڅ پېتر مايدينګر، چې د آلمان د ښوونکو د ټولنې رئيس دی، بيا ادعا کوي چې ميندې پلرونه پر وړو ماشومانو باندې فشار راولي څو پوړنی پر سر کړي.
هغه د «بيلد» ورځپاڼې ته وويل: «په ښوونځيو کې پوړنی د ادغام ضد شی دی، ځکه چې هغه په وړکتونونو او ابتدايي ښوونځيو کې لا په ظاهري توګه د انزوا يوه نخښه بلل کيږي.» 
نوموړی د «بيلد» ورځپاڼې د دغه راپور پر اساس په وړکتون او ابتدايي ښوونځيو کې له دې کبله د پوړني منع کولو ته هر کلی وايي.
په خپله خوښه پرېکړه؟

مارکوس واينبېرګ چې د آلمان په پارلمان کې د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو د فراکسيون وياند دی، البته د پوړني منع کولو ته د شک په سترګه ګوري. واينبېرګ وويل چې «په عمومي ډول د پوړني منع کول، لکه اتريش، هغو نجونو ته هم نقص رسوي چې په خپله خوښه پوړنی د خپل دين د يوې نخښې په توګه پر سروي. هغه په دې لړ کې «په اساسي قانون کې درج شوی حق چې سړی کولای شي خپل دين په آزاده توګه عملي کړي» ياد کړ. 
دغه بحث به لا دوام ومومي. يوه برخه به پوړنی د نجونو او ښځو پر وړاندې د ظلم نخښه وبولي، نور به دې ته اشاره کوي چې هغه د يوې ښځې د دين نخښه هم بلل کېدای شي.

Annette Widmann-Mauz Beauftragte der Bundesregierung für Migration, Flüchtlinge und Integration
په آلمان کې د ادغام د چارو مسئوله، ويدمان ماوڅانځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

ns/nz/ml/se (dpa, KNA)