1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په پنجشير او اندراب کې جګړه روانه ده؟

۱۴۰۱ فروردین ۱۸, پنجشنبه

د مقاومت جبهه په وار وار په پنجشير او اندراب کې له طالبانو سره د نښتو خبر ورکوي، خو طالبان دا رپوټونو ردوي او وايي چې په دغو سيمو کې امنيت دی. وضعيت څه ډول دی؟

https://p.dw.com/p/49bug
Afghanistan, Panjshir | Widerstandskämpfer gegen die Taliban
آرشيف انځورانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د مقاومت جبهې وياندويان او د افغانستان ځيني داخلي رسنۍ په دې وروستیو کې په پنجشير ولایت او د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتو خبرونه ورکوي. تېره ورځ داسې ناتائيد شوي رپوټونه نشر شوي ول چې ګني طالبانو دغو سيمو ته اضافي ځواکونه ليږدولي دي.

د مقاومت جبهې یوه سيمه ايز مشر جواد اندرابي ويلي دي چې طالبان له يوې اونۍ راهيسې په قاسان، خج، باغ دره او لغک سيمو کې د مقاومت جبهې او آزادۍ جبهې پر ځواکونو له ځمکې او هوا بريدونه کوي. هغه ادعا وکړه چې په دې نښتو کې طالبان پر شا تمبول شوي او «د طالبانو ۲۲ کسان وژل شوي.»

خو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند دا څرګندونې رد کړي او له دويچه ويله سره یې په خبرو کې وويل چې «حتی په دې سیمو کې د طالبانو يو تن هم نه دی ټپي شوی.»

د خبريالانو د نه شتون او د رسنيو پر فعاليت محدوديت له کبله د دواړو لوريو ادعاوې او د تلفاتو شمیر د خپلواکو سرچينو له لوري تائيد شوي نه دی.

جواد اندرابي د تليفون له لارې دويچه ويله ته وويل: «نن جګړه نشته خو طالبانو کور په کور تلاښي شروع کړې ده او نارينه او ښځې یې يرغمل کړي دي.»

هغه ادعا کوي چې د اندراب دره د مقاومت جبهې په کنترول کې دي او طالبان د دې ولسوالۍ مرکز او ځيني نور کلي په کنترول کې لري.

د افغانستان ملي مقاومت جهبه د احمد مسعود په مشرۍ د اګست پر ۱۵مه نېټه د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته رامنځته شوې ده. په لومړيو ورځو کې په پنجشير کې د دې جبهې او طالبانو ترمنځ څو ورځې شديده جګړه وشوه خو طالبان ډېر ژر د پنجشير په نیولو وتوانيدل.

که څه هم چې طالبان ادعا کوي چې ټول افغانستان یې تر ولکې لاندې دی او هیڅ مقاومت نشته خو د مقاومت جبهي مشران ځيني وخت د پنجشير په غرنیو سيمو کې د خپل حضور په اړه ويديوګانې نشروي.

په تېرو مياشتو کې کله کله د پنجشير، تخار او د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ په ځينو برخو کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو خبرونه نشريږي. دا تصور کیږي چې د هوا په ګرميدو سره به احتمالاً نښتې هم زور واخلي.

طالبانو د «مقاومت جبهې» د اتو جنګياليو د وژلو ادعا کړې ده

د اندراب ولسوالۍ يوه اوسيدونکي دويچه ویله ته وويل چې طالبانو تيره ورځ د مقاومت جبهې په لاس د ماتې تر خوړولو وروسته کور په کور تلاښي پېل کړې ده او «له ملکيانو غچ اخلي.»

هغه وويل: «طالبان چې مات شي نو انتقام له خلکو اخلي. نن يې کور په کور تلاښي په پل حصار سيمه او ده سلاح ولسوالۍ کې شروع کړې ده. دوی ښځې، ماشومان او سپين ګيري يرغمل کړي دي.»

د مقاومت جبهې وياند ضبغت الله احمدي وويل چې دمګړۍ وضعيت آرام دی. هغه زياته کړې: «طالبانو د اندراب په قاسان کې ۱۳ مړي او ۱۷ ټپيان لرل او تيره ورځ یې ماته خوړلې او خپل مړي یې د څرخي الوتکو له لارې انتقال کړل.»

خو د طالبانو امنيتي مسئولين په دغو سيمو کې د هر ډول نښتو او جګړو خبرونه ردوي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور دويچه ویله ته وويل: «په اندراب، بغلان او پنجشير کې هیڅ مشکل نشته، هلته امن دی او حتی د طالبانو يو تن هم نه دی ټپي شوی. دا ټول رپوټونه درواغ او تبليغات دي.»

د پنجشير يوه اوسيدونکي چې نه یې غوښتل د امنيتي دلایلو پر اساس یې نوم څرګند شي، دويچه ويله ته وويل چې اوسمهال په دغه ولايت کې جګړه نشته خو دوې شپې تر مخه په حصارک سيمه کې د دواړو غاړو ترمنځ نښته وشوه چې د مقاومت جبهې دوه او د طالبانو څلور کسان پکې وژل شوي.