1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آيا په ايران کي به په زرونو کسان له کرونا څخه مړه سي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

تر چين وروسته ايران دوهم هيواد دی چي د کرونا نوی ويروس پکښي ډير پراخ سوی دی. د دغه ويروس په وړاندي تدابير په دقيق ډول نه احساسيږي، خو د هغه پر ځای د قربانيانو د شمير په هکله ضدونقيض معلومات ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/3Z8Gf
Leere Straßen in Teheran wegen Corona-Epidemie
انځور: Isna

د ايران دولتي هوايي شرکت »ايران آير« خپل ټول پروازونه اروپا ته بند کړل. د دغه هيواد د ملکي هوايي ادارې يوه وياند وويل: «د نامعلومو دلايلو له امله د اروپا له خوا د ايران آير پر پروازونو محدوديتونه وضع سول، نو له دې کبله نوموړي شرکت پريکړه وکړه چي خپلي الوتنې اروپايي هيوادونو ته بند کړي.«

تر اوسه پوري په ۱۲ هيوادونو کي د کرونا له امله د ايراني مسافرينو تِست مثبت ثبت سوی دی.

آيا په ايران کي کرونا ويروس په شدد سره پراخيږي؟

په ايران کي لا د نوروز رخصتۍ نه دي پيل سوي. په خاص ډول د تهران اوسيدونکي غواړي دغه دوه اونيزه رخصتي په نورو ښارونو کي تيره کړي.

د عفوني ناروغيو کارپوه، مسعود مرداني په نظر د نوروز تر پيل کيدو پوري ښايي د تهران د اوسيدونکو ۳۰ تر ۴۰ سلنه پوري د کرونا په ويروس اخته سي.

دا رقم ددغه ښار له اوسيدونکو څخه چي ۸ اشاريه ۹ ميليونه دي. که د مړه سوو کسانو احصائيه په پام کي ونيول سي نو يوازي به په پايتخت تهران کي ۵۰ تر ۷۰ زرو پوري انسانان له منځه ولاړ سي.

خو يوه ورځ وروسته مرداني دغه شميرې کمې وښودلې او زياته يې کړه چي هغه تر نوروز پوري دغه اټکل نه دی کړی او نه يې خبره يوازي تهران ته متوجه ده.  

د روغتيايي تدابيرو او قربانيانو په هکله ضدونقيض شميرې

په ايران کي دولتي رسنۍ په اوس وخت کي له هغو کارپوهانو سره په مرکو ډکي دي چي ضدونقيض نظريات وړاندي کوي. د ايران مذهبي او سياسي مشرانو له چارواکو څخه غوښتي دي چي ښه خبرونه خپاره کړي. له همدې کبله رسمي شميرې له هغو معلوماتو سره سمون نه لري چي په تصادفي ډول يې رسنيو ته لار موندلې ده.

Iran Coronavirus Desinfektion
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Noroozi

د مثال په ډول د يکشنبې په ورځ اعلان سول چي د کرونا ويروس له امله د مړه سوو کسانو شمير د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کي له ۴۹ څخه ۱۹۴ کسانو ته پورته سوی دی. د رسمي ارقامو له مخي تر اوسه پوري په دغه اسلامي جمهوريت کي په مجموعي ډول  د اخته سوو کسانو تائيد سوی شمير ۶۵۶۶ ښودل سوی دی.

د اخته سوو او مړه سوو کسانو په ډله کي لوړپوړي سياستوال هم شامل دي

د وژل سوو کسانو په ډله کي لوړپوړي چارواکي لکه د ايران د پارلمان محافظه کاره وکيله فاطمه رهبر او د انقلابي مشر خامنه يي مشاور محمد مير محمدي هم شامل دي.

همدارنگه په سوريه کي د ايران پخواني سفير هم له دغه ويروسه په مړه سوو کسانو کي شامل دی. ددغه هيواد نور بې شماره سياستوال او چارواکي قرانطين دي.

حماد جلال کاشاني چي د تويتر فعال او د مستندو فلمونو جوړونکی وو، تر پارلماني انتخاباتو مخکي ويلي ول چي د کرونا ناروغۍ پراخوالي له ځانه جوړه سوې خبره ده تر څو رايه ورکولو ته د خلکو د گډون شميره راکمه کړي، هم په دغه ناروغي باندي تر اخته کيدو وروسته، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سياستوالو په منځ کي د کرونا ويروس د لا پراخوالي له امله تيره اونۍ ددغه هيواد پارلمان تر نامعلوم وخته پوري وتړل سو. د رسنيو په حواله په دې ترڅ کي ۲۳ وکيلان په دغه ويروس اخته سوي دي. خو يو ميليون دولتي کارکوونکي بيا خپلو دندو ته په عادي ډول ادامه ورکوي.

په دې ترڅ کي د ايران د انقلابي گارد مشر حسين سلامي بيا ددغه ويروس پړه پر امريکا متحده ايالاتو وراچوي. هغه زياتوي: »دا کيداي سي د امريکا د بيولوژيکي وسلو يو بريد وي، ايران اوس په يوه بيولوژيکي جگړه کي بند دی. خو دا ځل به هم موږ د دغه ويروس په مقابل کي گټونکي واوسو. امريکا بايد په دې پوه سي، چي دغه ويروس به بلاخره دوی ته هم ور ورسيږي«.

gp/nz (Shabnam von Hein )