1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

آيا ويټامين ډي رښتيا د کرونا سره په مبارزه کې مرسته کوي؟

۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

ويټامين ډي د انسان د بدن په کابو ټولو پروسو کې خپل نقش لري. اوس په يوه تازه څېړنه کې ويل شوي چې د ويټامين ډي کمښت کولی شي کوويد ۱۹ ناروغي شديده کړي. دا رښتيا دي؟

https://p.dw.com/p/3euWV
Symbolbild Vitamintablette
انځور: picture-alliance/dpa/empics/C. Ball

دا چې ويټامين ډي کابو په ټول بدن کې خپل نقش لري او مهمې او اړينې دندې ترسره کوي، په دې خبره لا د نظر اختلاف موجود دی. په بدن کې د ويټامين ډي کمښت د هډوکو د شديد درد او کږيدو باعث کيږي چې په ماشومانو کې ريکټس او په لويانو کې اوستيومالاسيا يا د هډوکو نرميدل بلل کيږي. کله چې په وينه کې د ملي ليتر په سر د ويټامين ډي کچه تر ۱۲ نانو گرامو کمه وي، نو سړی د وييټامن ډي د کمښت څخه خبره کوي. خو په همدې ځای کې پر دې موضوع د ساينس پوهانو اجماع له منځي ځي.

د ويټامين ډي کمښت کله پېليږي؟

دا چې انسان په رښتيا څومره ويټامين ته اړتيا لري، هیڅوک هم پرې دقيق نه پوهيږي. له همدې کبله اړونده پوښتنه چې کله سړی د ويټامين ډي له کمښت څخه خبره کوي، لانجمنه ده. زياتره وخت له همدې کبله څو وروستي حدونه د معيار په توگه ټاکل شوي دي. خو حقيقت دادی چې د ويټامين ډي ارزښت ورځ تر بلې زياتيږي.

نه يوازې عملي څېړنو ته ورته ادبيات د «لمر د ويټامين» په شهرت کې لاس لري، بلکې په دې اړه د خپرو شويو علمي څېړنو شمير هم په دې وورستيو کلونو کې ډېر شوی دی. دمگړۍ ويټامن ډي نه يوازې د يوه فعاله سکليت له پاره اړين گڼل کيږي، بلکې د بېلا بېلو ناروغيو لکه د ديابيت يا شکر د دویم ډول او د سرطان د مختلفو ډولو سره هم ارتباط ورکول کيږي.

هر اړخیز فعاليت

د ويټامين ډي کچه په اصل کې د لمر په رڼا پوره تړلې ده. کله چې په کافي اندازه Ultraviolet يا ماورايي بنفشي وړانگې پر جلد لگيږي، نو بدن د دې جوگه وي چې ويټامن ډي پخپله جوړ کړي. د اټکلونو پر اساس د بدن د اړتيا د لسو تر شلو فيصدو ويټامن ډي د خوراک له لارې ترلاسه کيږي.

پر دې سربیره هغه ويټامين ډي چې موږ یې د خوراک او يا لمر له لارې ترلاسه کوو په بيولوژيکي توگه فعاله نه وي. د يو شمیر ميتابولک پروسو وروسته د ويټامين ډي فعال ډول چې کالسيترول ورته ويل کيږي په پښتورگو کې جوړيږي او له هغه ځایه وينې ته داخليږي.

سربيره پر دې په وينه کې بيا نورې پروسې هم ترسره کيږي. په دې پړاو کې بيا د بدن غړي خپله کالسيترول توليدوي چې په بدن کې په نورو بې شمیره پروسو کې کاريږي. د مثال په توگه د ويټامين ډي دا ډول د انسولينو افرازات منظموي، د تومور د ودې مخه نیسي، د وينې د سرو کروياتو او همدا راز د بدن د ايمنسي سيسټم د يو شمير ماکروفاژونو جوړول تحريکوي او ژوندي یې ساتي.

لږ ويټامين ډي د کوويد ناروغۍ د شديدو په معنا؟

د هوهنهايم پوهنتون يوې ارزونې اوس د ويټامين ډي د کمښت، د ځينو ناروغيو شتون او د کوويد ۱۹ ناروغۍ د شديدیدو ترمنځ يو اربتاط موندلی دی. په دغه څيړنه کې راغلي: »ډېري نخښې نښانې شته چې ډیري هغه ناروغۍ چې ساري نه دي (د وينې فشار، د زړه ناروغۍ، ميتابویک سندروم) په وينه کې د ويټامين ډي له کمښت سره تړاو لري. دا ناروغۍ چې زياتره وخت ورسره د ويټامين ډي کمښت هم مل وي، د کوويد ۱۹ ناروغۍ د سختیدو خطر لوړوي.«

د وورڅبورگ پوهنتون د اِندوکرونولوژي يا هارمونونو او ميتابولیزم د څانگې مشر مارتين فسنخت وايي: »دغه پورتنې څرگندونې بيخې سمې دي.« خو نوموړی وايي چې دا يوازې يو تړاو دی چې ورکول کيږي »يعني يوازې مشاهده ده شوي دغه هر څه يوځای سره رامنځته کيږي.«

مارتين فسنخت د ويټامين ډي په دې کچه مهم گڼلو ته د انتقاد په سترگه گوري. له دې کبله نه چې گني هغه د ويټامين ډي پر فعاليتونو سترگې پټوي »بلکې له دې کبله چې تل دا تبليغات کيږي چې ويټامين ډي د درملنې يا شفا ځواک لري، خو تر اوسه پر انسانانو شويو څېړو داسې څه نه دي ښوولی.«

د نوموړي په خبره تر اوسه ترسره شوې ډیري څېړنې د ويټامين ډي د تړاو او يا په اصطلاح يوازې د مشاهدې وې. فسنخت زياتوي: »دا څېړنې د تعريف له لحاظه د ويټامين ډي علتي يا سببي تړاو نه شي ثابتولی، بلکې يوازې د دوو شيانو ترمنځ تناسب ته اشاره کوي.«

د ويټامين ډي کارول څومره گټور دي؟

د فسنخت په خبره په هغو څيړنو کې چې د وټامين ډي د درملنې قوت او پر مختلفو ناروغيو یې اغیزې ته پکې په ځير کتل شوي، په يوه کې هم د ويټامين ډي اټکل شوی اثر نه دی تائيد شوی.»

خو د هوهنهايم په څيړنو کې توصیه شوې چې «که پر يو چا شک وشي چې په کرونا اخته دی نو لومړی ېې بايد په وينه کې د ويټامين ډي اندازه معلومه کړل شي او که يې بدن له کمښت سره مخامخ وي نو دغه تشه بايد ژر تر ژره ډکه شي.«

د وورڅبورگ پوهنتون څخه مارتين فسنخت وايي: «د کوويد ۱۹ ناروغۍ په برخه کې د ویټامين ډي د اغیزو په اړه څېړنې روانې دي، خو زه په شخصي توگه په دې نظر نه يم چې دا دې په رښتيا اغیزه ولري.»

روانو څېړنو ته په کتو سره چې نتايج یې لا معلوم نه دي، فسنخت په وقايي توگه په پراخه کچه د ویټامين ډي د توصیې طرفدار نه دی.

bs/nz (Julia Vergin )

زموږ له آرشيف څخه: