1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا نارينه وو ته د ښځو د حاملګۍ ضد ګولۍ بازار ته راوځي؟

۱۴۰۱ فروردین ۵, جمعه

ښځو سره په توپير د نارينه وو له پاره د مېندوارۍ ضد ګولۍ هورموني نه ده. هغه پر موږکانو باندې تجربو کې ۹۹ سلنه اغېزمنه ختلې. پر انسانانو تجربې به يې سږ کال پيل شي.

https://p.dw.com/p/492VN
Antibabypille
انځور: Frank May/picture alliance

په ۱۹۶۰يمو کلونو کې د حاملګۍ ضد ګوليو د راوتلو راهيسې يوازې ښځې د حاملګۍ د مخنيوي غم خوري. د نارينه وو له پاره يوازې کانډوم او خنثی يا شنډ کول د مخنيوي د اغېزمنو لارو چارو په صفت شتون لري. دغه حالت ښايي په نژدې راتلونکي کې بدلون ومومي ځکه چې د متحده آيالاتو څېړونکو پر موږکانو باندې په تجربه کې په لومړي ځل د نارينه وو له پاره د حاملګۍ (مېندوارۍ) ضد ګولۍ ازمويلې ده.

دغه ګولۍ هورموني تاثير نه لري

د ښځمنو له پاره د حاملګۍ ضد ګولۍ هورموني تاثير لري: هغه د مرکبو دارو درملو په صفت ډېر وخت دوه بېل هورمونه رانغاړي: يعنې يو ايستروګېن او يو ګېستاګېن. دغه د هورمونو ترکيب د هګۍ د لېږد او يون مخه نيسي چې له دې لارې د حاملګۍ مخه نيول کيږي.

دغه يوه اغېزمنه لاره ده خو هغه د ښځو بدن هم تر ډېره تر فشار لاندې راولي. د نارينه وو له پاره د حاملګۍ ضد ګولۍ په انکشاف کې هم څېړونکو لومړی پر هورموني مېتود فکر وکړ مثلاً دا چې د نارينه وو جنسي هورمون تېستوسترون له منځه يوړل شي.

دغه کار البته ډېر سخت جانبي عوارض لکه ژور خفګان، د وزن زياتېدل او د زړه د ناروغيو زيات خطر له ځانه سره درلود. ځکه نو اوس غير هورموني مواد زيات ارزښتناک ګڼل کيږي ځکه چې دقيق تاثير او لږ جانبي عوارض لري.

د سپرم توليد خورا راکميږي

د سپرم د توليد له پاره په تېره ويټامين ای اړين دي. په موږکانو باندې په تجربو کې د YCT529 توکی د پروتين د رېتين تېزاب په نيونکي يا رېسيپتور آلفا (RAR-α) پورې نښلي. کار ډېر بريالی وخوت: وروسته له دې چې موږکانو ته د خولې د لارې د YCT529 ماده څلور اوونۍ ورکړل شوه، د سپرمو شمېر خورا راکم شو او د حاملګۍ مخه يې ۹۹ سلنه ونيوله.

دغه خبره په يو لومړي بيان کې راغلې ده. بله دا چې د سپرمو مخنيونکی تاثير بېرته له منځه هم ځي. کله چې موږکانو ته څلور تر شپږ اوونۍ دغه مواد ورنه کړل شول، شنډوالی يې بېرته له منځه ولاړ. د مينسوتا پوهنتون د دوکتورا لیکونکي، عبدالله النعمان په خبره هيڅ جانبي عوارض ونه ليدل شول.    

الکساندر فرويند/ن.ص./ن.ز.