1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آيا مهاجر کمپونه له کرونا ويروسه خوندي دي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۲, پنجشنبه

د سوريې روغتيايي سيستم سم کار نه کوي. له همدې کبله د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله په سيمه کي د کرونا ويروس پراخوالي ته زمينه برابريږي. تر اوسه پوري کومه پيښه ثبت سوې نه ده. کرونا ويروس د ليسبوس ټاپو ته هم رسيدلی.

https://p.dw.com/p/3ZHX9
Griechenland Insel Lesbos neue Migranten
انځور: AFP/L. Gouliamaki

کرونا ويروس په يونان کي د ليسبوس ټاپو ته هم ورسيد. هلته ځايي اوسيدونکي په دغه ويروس ککړ سوي دي. سربيره پر دې څلور نوري شکمني پيښې هم موجودي دي.

داسي ښکاري چي په کرونا اخته دوه کسان په لاگرونو کي ژوند کوي. دا خبره يوناني چارواکو ددې اونۍ په پيل کي مخکي تر هغه وکړه چي د مهاجرو په لاگرونو کي يې د کرونا ويروس له پراخوالي څخه خبرداری ورکړی وو.

دا چي په مهاجرو کمپونو کي د کرونا ويروس په کنترول کي دی او که نه، په امريکا متحده ايالاتو کي د ترکيې سفير په يوې مطبوعاتي وينا کي ويلي چي: نه! د نوموړي ويروس د پراخوالي مخنيوی غيرممکن دی.

دا چي دا ډول دلايل تر کومه ځايه د باور وړ دي، سياسي کارپوهان يې په اړه خبرداری ورکوي چي د ساري مرضونو له انتقال سره د مهاجرو تړاو ورکول، سياسي سرغړونه بلل کيږي.

دغه ډول ويناوي هغه مهاجر بدنامه کوي چي له جگړو څخه راتښتيدلي دي. له بلي خوا ددې خطر موجود دی چي انسانان دغه موضوع د خپلو سياسي اهدافو له پاره وکاوري.

پر اروپايي هيوادونو باندي د مهاجرو د ويشلو موضوع پرته له دې هم شخړي راپورته کړي دي او په لاگرونو کي د دا ډول ناروغيو پراخوالی، کيدای سي دا بحثونه نور هم شخړه ايز کړي.

دغه ډول بحثونه په داسي وخت کي راپورته سوي دي چي د مهاجرو د منلو په هکله يو وار بيا تودې خبري رواني دي. پر ادليب باندي د ولسمشر بشارالاسد د حکومت او د هغه د متحدينو بريدونه او د ترکيې ولسمشر طيب اردوغان ته دعوت ورکول هغه موضوعگاني دي چي د اروپايي ټولني هيوادونه يې تر فشار لاندي راوستي دي چي ښايي مهاجر د ترکيې د سرحد له لاري يو واربيا يونان ته مخه کړي.

Syrien Notunterkunft in Idlib
په ادلیب کی مهاجر له سختو ستونزو سره مخامخ ديانځور: picture-alliance/dpa/A. Alkharboutli

په سوريه کي د جگړو له امله په ميليونو انسانان عربي هيوادنو، ترکيې او نورو سيمو ته وتښتيدل. په سوريه کي دننه مهاجر کمپونو کي د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله، که څه هم د کرونا کومه پيښه نه ده ليدل سوې، خو د نوموړي هيواد روغتيايي سيستم په داسي يوه حالت کي نه دی چي د نوموړي ناروغي تشخيص او په وړاندي يې عکس العمل وښيي.

د سوريې په دننه کي په مجموعي ډول ۶ اشاريه ۲ ميليونه انسانان بې ځايه سوي دي. د حکومت له خوا پر ادليب باندي د څو ورځي مخکي بريدونو شاوخوا درې ميليونه انسانان تيښتې ته اړ کړل.

په سوريه کي د امريکايي طبي ټولني څخه اورفا خليفه وايي چي که اوس په دغه ځای کي د کرونا ويروس هم پراخ سي، نو حالت به تر دې هم ناوړه سي. په ادليب کي اوس يو سازمان هڅه کوي چي د کرونا ويروس په وړاندي مبارزه وکړي.

په لبنان کي بيا تر اوسه د دغه ويروس څه د پاسه ۴۰ پيښې ثبت سوي. خو ناروغو مهاجرو ته ځان رسول گران بريښي. حکومت په سوريه کي د جگړې په پيل کيدو سره پريکړه وکړه چي هيڅ ډول رسمي مهاجر کمپونه پرا نه نيزي.

د لبنان له پاره د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ويانده ليزا ابو خالد وايي چي »له حکومت او ملگرو ملتونو له نورو سازمانونو سره پر دې کار روان دی چي د کرونا ويروس د پراخوالي په صورت کي اضطراري پلانونه تر لاسه لاندي ونيول سي. همدارنگه به د مهاجرو د نظافت او له دغه ويروس د مخنيوي له پاره هم تدابير ترلاسه لاندي ونيول سي.

اروپا: د کرونا پړه بايد پر مهاجرو وانه چول سي

د دوشنبې په ورځ د يونان د ليسبوس ټاپو د کرونا له امله د يوه اوسيدونکي تِست مثبت وو. د رپوټونو له مخي نوموړي کس مخکي له دې اسراييلو او مصر ته سفر کړی وو. اوس داسي انديښنې موجودي دي چي ښايي دغه ويروس په يونان کي د هغو مهاجرو کمپونو ته هم سرايت وکړي چي په اړه يې د اروپايي ټولني د هيوادونو ترمنځ سخت بحثونه روان دي.

د آلمان له پاره بديل گوند AfD او نوري ډلو پخوا هم پر مهاجرو تور لگاوه چي د ټولو مرضونو عاملين دي.