1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې د وتلو پر مسوده موافقه شوې؟

۱۳۹۷ آبان ۲۳, چهارشنبه

يو اړخ يوه موافقې ته د رسيدو اعلان کوي او بل لوری له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيې پرته د يوه تړونه د وتلو له پاره چمتووالی نيسي. لندن او بروکسل د پخوا په څير بيلا بیل نظرونه لري خو د يوه تړون د رامنځته کيدو نښې شته.

https://p.dw.com/p/38E0R
Symbolbild: London im Nebel / Brexit
انځور: Imago/B. Cawthra

تر اوږدو او ستونزمنو خبرو اترو وروسته اوس داسې ښکاري چې د اروپايي ټولنې څخه د بريتانیې د وتلو يا «بريگزيت» پر سر لانجه کې دواړه اړخونه يوه جوړ جاړي ته نزدې شوي وي. په هر حال د بريتانیې د لومړۍ وزیرې تيريسا می دفتر د سه شنبې په شپه ناوخته اعلان وکړ چې دواړه خواوې له ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په هلکه د يوه تړون پر مسوده سره سلا شوي دي.

د اروپا د ولسي گوند د جناح مشر مانفريد ويبر، د «بريگزيت» په خبرو اترو کې يوې موافقې ته د رسيدو خبره تائيد کړه. نوموړي د آلمان «ای آر دي» تلویزيون سره په خبرو کې وويل: «هو! زموږ له خوا مثبت سنگالونه ورکړل شوي دي او د اوونيو او مياشتو تر جنجالي بحثونو وروسته اوس بالاخره يوه توافق ته رسيدلي يو.»

بروکسل لا غلی دی

خو تر اوسه د بروکسل څخه چې د اروپايي ټولنې مقر پکښې پروت دی، په رسمي توگه دا موافقه تائید شوې نه ده. د ايرلند د بهرنيو چارو د وزير سيمون کوفنې، يوه وياند وويل: «د اروپايي ټولنې او د بريتانيا ترمنځ له ټولنې څخه د دغه هيواد د وتلو د تړون په هلکه خبرې اترې رواني دي او تر اوسه سره موافقې نه دي رسيدلي.»

خو سره له دې هم د چهار شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د پاته ۲۷ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د يوې بيړنۍ ناستې په موخه رابلل شوي دي. د ديپلوماتو له خوا ويل شوي چې په دې غونډه کې به د ټولنې څخه د وتلو د مسودې د محتوا په هلکه مشوره وشي.

 د «بريگزيت» خبرو اترو لانجمن ټکي

د ايرلند د «آر ټي اي» په نوم تلویزيون د حکومتي کړيو په حواله رپوټ ورکړی چې يوه موافقه شوې چې د مخې به د ايرلند او د بريتانیې د ایالت شمالي ایرلند ترمنځ کومه ثابته پوله او سرحد نه وي. د سرحد مسئله د «بريگزيت» د خبرو اترو يو مهم لانجمن ټکی وو. 

د رپوټ په حواله دواړه اړخونه په ظاهري ډول اوس يوه جوړ جاړي ته رسيدلي چې د تجارت تر يوه حتمي تړون پورې به اروپايي ټولنه د ټولې برېتانیې او په دې ترتيب د شمالي ايرلند له پاره يو ډول گمرکي قوانين په نظر کې ولري.

UK Brexit | Grenze in Irland
د ايرلند جمهوريت او شمالي ايرلند ترمنځ سرحد د بريګزيت د خبرو اترو يو لانجمن ټکی وو انځور: picture-alliance/empics/N. Carson

خو دا توافق اوس د لندن او بروکسل د استازو له خوا بايد تصويب شي. د بريتانيا د لومړۍ وزیرې د فتر له خوا ويل شوي چې په لندن کې به کابينه د چهار شنبې په ماسپښين خپله غونډه وکړي چې پکښې به دغه مسوده وارزوله شي او د نورو گامونو په هلکه به پريکړه وشي. لا د سه شنبې په ماښام صداعظمې تیریسا مې د خپلو وزيرانو سره په جلا جلا غونډو کې د هغوی د آماده کولو هڅه وکړه.

بیلابیل غبرګونونه

د بريتانيا د اپوزيسيون مشر جيريمي کوربن، د بروکسل او برېتانيا د چارواکو د دې احتمالي جوړ جاړي به هلکه له شکه ډکې څرگندونې کړي. د «لیبر گوند» دې مشر وويل چې دا «هیڅ امکان» نه لري چې دا تړون دې د بريتانيا په گټه وي. همدا راز د شمالي ايرلند ديموکراتيک گوند هم چې لومړۍ وزیره می یې په پارلمان کې ملاتړ ته اړتيا لري، پر دې تړون خوښ نه دی.

د بريتانيا پارلمان او حکومت د «بريگزيت» پر موضوع سره ويشل شوي دي. که چیرې د می کابينه دغه مسوده تصويب کړي نو ښايي اروپايي ټولنې په نوامبر مياشت کې يوې بيړنۍ سرمشریزې رابللو ته مجبوره شي.

د فرانسې د اروپايي ټولنې د چارو وزیرې نتلي لوايسو، وويل چې بلاخره «د پام وړ پرمختگ» ترسترگو شو. هغې زياته کړه چې مسوده بايد په دقيقه توگه وارزول شي څو د اروپايي ټولنې په گټه يو تړون رامنځته شي.

د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې اروپايي ټولنې څخه برېتانيې د وتلو په هلکه خبرې اترې په دې تیرو مياشتو کې د ځنډ سره مخامخ شوې وې. اړينه ده چې د دسمبر مياشتې پورې دواړه اړخونه يوه توافق ته ورسيږي څو د «بريگزيت» له پاره تر ټاکل شوې نيټې، دواړو پارلمانونه د تړون د تصویبولو وخت ولري.