1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آيا د هرات د لارې له ايرانه د کرونا ويروس د خپرېدو خطر شته؟

۱۳۹۸ اسفند ۳, شنبه

د هرات ولایت د عامي روغتیا ریاست مسئولین وايي، په دې ولایت کې یې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوې لپاره جدي تدابیر نیولې او تر اوسه هیڅ راز پيښه په دې ولایت کې نه ده لیدل شوې.

https://p.dw.com/p/3YBoa
Coronavirus China Wuhan medizinisches Personal arbeitet im Labor
انځور له آرشيف څخه - د چين په ووهان ایالت کې يو روغتيايي کارکونکی په لابراتور کې د کرونا ويروس په اړه څيړنه کوي انځور: Imago Images/Xinhua

کرونا هغه خطرناکه ویروس دی چې د چین په هیواد کې یې له ډیر شمیر انسانانو قرباني اخیستې او د بلې خوا ویل کیږې په ایران هیواد کې هم د یادې ناروغۍ د خپریدو خبر ورکړل شوی. خو دا چې هرات د ایران سره ګډه پوله لري نو په دې ولایت کې هم جدي تدابیر نیول شوې ترڅو دا ویروس افغانستان ته را نه وړل شې.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مشر ډاکتر عبدالحکیم تمنا وايې، د هرات په اسلام کلا او تورغنډۍ بندرونو او د دې ولایت په هوايې ډګر کې ټیمونه موظف شوي او هغه کسان چې د چین یا ایران څخه هرات ته راځي جدي پرې معاینات تر سره کیږې ترڅو په یادې ناروغۍ اخته نه وي. ښاغلي تمنا وويل: «منظمو ټیمونو ته دنده سپارل شوې چې د هغه مسافرینو پلټنه وکړي کوم چې هیواد ته راستنیږې په خاص ډول د هرات له هوايې ډګر او د دې ولایت له تورغنډۍ او اسلام کلا بندرونو څخه. هڅه مو د اده چې چې په کرونا ویروس د ککړو کسانو پلټنه وکړو.»

د هرات په هوايې ډګر کې د حمید ګنجي په نوم یو تن مسافر چې د ایران څخه راغلی او غواړې کابل او له هغه ځایه هندوستان ته سفر وکړي، وايې خوشحاله دی چې د دې ویروس د نه خپریدو په برخه کې تر جدي څارنې لاندې نیول کیږي او دا ښه کار دی: «اوس په نړۍ کې د کرونا ویروس يوه غوغا په لاره اچولې. موږ هم چې سفر کوو ویره لرو، دا چې د هرات په هوايې ډګر کې هم موږ تر جدې څار لاندې نیول کیږې دا مثبت خبر دی.»

بلې خوا ته سمیه د هرات هغه اوسیدونکي ده چې په خبره یې حکومت په خاص ډول د عامې روغتیا وزات باید په جدي ډول هیواد ته د کرونا ویروس د را داخلیدو مخنیوی وکړي ځکه که په افغانستان کې دا ویروس خپور شوو، نو سخت زیان به واړوي. د هغې په خبره «باید د دې ناروغۍ د خوریدو د مخنيوي له پاره خلګو ته عامه پوهاوی ورکړل شې ترڅو خلګ هم په دې برخه کې تدابیر ولري.»

کرونا ویروس یوه ساري ناروغي ده، چې کېدای شي له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقال شوې وي. خو ویل کیږې چې په هېواد کې تر اوسه د دې ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت سوې.

عتیق الله مطمین، هرات