1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا جمعیت اسلامي ګوند د پاشل کېدو په حال کې دی؟

۱۳۹۹ تیر ۱۵, یکشنبه

جمعیت اسلامي ګوند کې د اختلافاتو ډېرېدو، دغه ګوند د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ کړی. خو سیاسي شنونکي د جمعیت اسلامي راتلونکی څه ډول ارزوي؟

https://p.dw.com/p/3epIC
Moskau Salahuddin Rabbani Außenminister Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/D. Serebryakov

د اسلامي جمعيت ګوند کې د اختلافاتو پراخېدو کیسه له هغه مهاله راپيلیږي، کله چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لیک لاسلیک شو.

هماغه مهال ددغه ګوند مشر صلاح الدین رباني اعلان وکړ چې جمعیت ګوند د غني او عبدالله ترمنځ تړون کې نشته.

د ګوند د انحصارولو ادعا

د جمعیت اسلامي ګوند مطرحو غړو له ډلې وروستۍ څرګندونې ددغه ګوند د مرستیال احمد ضیاء مسعود دي، چې د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور یې د حکومت په پلويتوب تورن کړی.

نوموړي د جمعیت ګوند یوشمېر غړو ته ویلي چې ښاغلی نور د حکومت په اشاره ددغه ګوند د ګډوډلو هڅه کوي او زياتوي:

«له بده مرغه په تېرو ۹ کلونو کې د جمعیت اسلامي ګوند پخواني اجرايي رییس د کمیټو د فعالولو په ځانګړې توګه د کنګرې کمیټې د جوړولو لپاره لږ کار هم نه دی کړی.»

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور د جمعیت ګوند اجرايي مشر ؤ، خو ددغه ګوند له ادرسه یوې خپرې شوې ویناپاڼه کې د ښاغلي نور ترڅنګ د محمد یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، عبدالحفیظ منصور، عبدالشکور واقف حکیمي، سید عنایت الله شاداب او عبدالستار مراد غړیتوب ځنډول شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي: «د افغانستان د اسلامي جمعیت رهبري شورا هیڅ ډلې یا فرد ته اجازه نه ورکوي چی د شخصي اهدافو او کوچني ماموریتونو لپاره د ګوند نوم او نښان وکاروي او د افغانستان د اسلامي جمعیت پر ارزښتونو باندی تجارت وکړي.»

خو تردې وړاندې د جمعیت اسلامي د مشرتابه شورا ۴۷ غړو د عطا محمد نور په کور کې غونډه کړې   وه، چې پکې ددغه ګوند له مشرۍ د صلاح الدین رباني د لرې کېدو پریکړه اعلان شوه.

د جمعیت دغو غړو عنایت الله شادب د لنډمهالي مشر په توګه ټاکلی.

عطا محمد نور رسنیو سره په خبرو کې صلاح الدین رباني او احمد ضیاء مسعود د جمعیت ګوند په انحصارولو تورن کړي.

جمعیت ګوند کې د اختلافاتو ریښه

د چارو کتونکي پر دې اند دي چې جمعیت ګوند کې د اختلافاتو ریښه د دغه ګوند د بنسټګر برهان الدین رباني له وخته ده.

سیاسي شنونکي رحمت الله بيژنپور دویچه ویله ته وویل چې د جمعیت اوسني مشرتابه غړي ونه توانیدل خپل منځي اختلافاتو ته حل لاره ومومي.

د هغه په خبره «اوس دواړه لوري ادعا لري چې اقدامات یې اصولي دي، خو ځیني بیا معترض دي او وايي دغه اقدامات بیړني وو باید ځیني مقدماتي کارونه شوي وای.»

ښاغلی بیژنپور چې په جمعیت ګوند کې د غړېتوب سابقه هم لري، زیاتوي وروستي اختلافات ښايي ددې لامل وګرځي چې جمعیت ګوند په یو یا دوو نورو ګوندونو ووېشل شي.

جمعیت اسلامي ګوند د مصر له اخوان المسلمین څخه په الهام اخېستلو په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د برهان الدین رباني په مشرۍ خپل فعالیت پيل کړ.

افغانستان کې ګوندي سیاستونه

سیاسي شنونکي فضل الرحمن اوریا دویچه ویله ته وویل، په پيل کې دغه ګوند د اخوان المسلین افکارو لپاره کار کاوه، خو په دې وروستیو کلونو کې یې قومي سیاست غوره کړی.

«د جمعیت ګوند د شخصیتونو ترمنځ اختلاف د قدرت په سر رامنځته شوی، په تیرو پنځو کلونو کې دغه رقابتونه وو، خو کله پټ او کله هم ښکاره کېدل.»

د ښاغلي اوریا پروینا د جمعیت ګوند اوسني مشران ترډیره هریو یې هڅه کوي چې د قوم په استازولۍ په واک کې ډيره ونډه ولري.

د چارو ددغه کتونکي پر باور په افغانستان کې اوسني ډيری ګوندونه، ګوندي نظم و دسپلین نه لري او ترڅنګ یې سیاستونه هم په قومي بنسټونو ورټول دي.

اسماعیل شاکر – کابل