1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلماني ډاکټران د کرونا وبا د دوهمې څپې خبرداری ورکوي

۱۳۹۹ خرداد ۵, دوشنبه

د اوړي د رخصتیو پرمهال، په اروپا کې د کرونا وضع شوي محدودیتونو کرار کرار د نرمښت پر لوري روان دي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې په ساحلونو، شراب خانو او نورو ځایونو کې ګڼه ګوڼه د کرونا وبا تازه څپه رامنځ ته کولی شي.

https://p.dw.com/p/3cjGD
Spanien Tourismus l eingeschränkter Alkoholismus l Mallorca, El Arenal
انځور: Reuters/E. Calvo

په اروپايي هیوادونو کې د کرونا وبا له کبله تر څو میاشتنیو شدیدو ټولنیزو محدودیتونو وروسته، اوس یو شمیر هیوادونو د دغو محدودیتونو په نرمولو لاس پورې کړی دی. د اوړي د رخصتیو په را نیږدې کیدو سره، آلماني ډاکټرانو د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په دغه ټولنه کې په ډیر شمیر سره د خلکو را ټولیدل او تګ راتګ ښايي د کرونا وبا یوه بله تازه څپه رامنځ ته کړي.

د آلمان د ماربورګ په پوهنتون کې د روغتیا د برخي څیړونکی او ډاکټر مکس ګیرادتس، د آلمان خبري آژانس ته په دې تړاو ویلي چې د خلکو ډیره راټولیدنه ښايي د [کرونا] ویروس د ډیرو تازه پیښو سبب وګرځي.

ګیرادتس زیاته کړه: «که چیرته د نړۍ په هره برخه کې د ساحل پر غاړه یوازې قدم ووهئ، نو بیا خامخا هیڅ مشکل نه شته، خو که چیرته می خانو ته ولاړ شئ چې هلته ډیر کسان وي، نو بیا ښايي بدې پایلې ولري.»

دغه آلماني ډاکټر همدا راز خبرداری ورکړ چې په اروپايي هیوادونو کې د سیلانیانو د خوښې سیمې ښايي د کرونا ویروس د تازه پیښو اصلي لامل وګرځي کوم چې په خبره یې دغه کسان بیا بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته ګرځي او ښايي له ځانه سره ویروس هم انتقال کړي.

ډاکټر مکس ګیرادتس، همدا راز خبرداری ورکړ چې په ځانګړې توګه کله چې سیلانیان ناروغه کیږي، ښايي د آلمان په پرتله په نورو هیوادونو کې روغتیايي سیستم ښه نه وي. هغه زیاته کړه: «په هغو ځایونو کې چې د روغتیا کمزوری سیستم لري، هغوی ډیر خطرناک دي په ځانګړې توګه د هغو کسانو له پاره چې له وړاندې له خطر سره مخامخ دي.»

Spanien | Tourismus auf Mallorca
انځور: picture-alliance/ZB/J. Kalaene

د دغه آلماني څیړونکي او ډاکټر په خبره، نورو هیوادونو ته د اوړي په موسم کې د رخصتیو د تیرولو په موخه تلونکي کسان نه یوازې خپل ځان، بلکې ځايي خلک هم له خطر سره مخامخ کوي.

دا هم په داسې حال کې ده چې آلمان د روانې میلادي میاشتې په پیل کې تر څو اونیو شدیدو محدودیتونو وروسته، د قیوداتو پر نرمښت پیل کړی دی چې په پایله کې یې می خانې [شراب خانې]، رستورانتونه،سلمانۍ او یو شمیر کوچني دوکانونه بیرته پرانیستل شوي دي.

بل لوري ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او په اروپايي ټولنه کې د هغه سیالانو ویلي دي چې په دغه بلاک کې د تګ راتګ بندیز ښايي د راتلونکې جون میاشتې په نیمايي کې بیرته لیرې کړل شي خو له اروپا څخه دباندي هیوادونو سره د تګ راتګ موضوع لا هم تر بحث لاندې ده.