1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني خیریه سازمان افغانستان کې د بشري مرستو پروګرام پیل کړ

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

د هلپ په نامه آلماني غیر دولتي سازمان د افغانستان د لویدیځ زون په څلورو ولایتونو کې د څه باندې شپږ میلیونه یورو په ارزښت د بشري مرستو د رسونې پروګرام پیل کړی چې پکې به شاوخوا ۲۷ زره کورنیو ته مرستې وویشل شي.

https://p.dw.com/p/4I4dA
آرشیف: انځور کي یو افغان دبشري مرستو د ترلاسه کیدو پر مهال
آرشیف: انځور کي یو افغان دبشري مرستو د ترلاسه کیدو پر مهالانځور: Ali Khara/REUTERS

د هلپ په نامه آلماني غیر دولتي سازمان چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې شاوخوا ۲۷ زره بې وزلو کورنیو ته د بشري مرستو رسولو بهیر پیلوي. د مرستو رسولو دا بهیر داسې مهال پیل کیږې چې د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې یوشمیر کورنۍ وايي د شرایطو د پوره کیدو سره بیا مرستي نه ور رسیږې.

د افغانستان په لویدیځ حوزه کي د جرمني هیواد اړونده د هلپ موسسه چې د کلونو را په دې خوا د بشري مرستو په برخه کي فعالیت کوي، وايي روانه اونۍ ېې د لویدیځ زون د څلورو ولایتونو د ۲۷ زره کورنیو له پاره د بیړنیو مرستو پروګرام پیل کړی چې پکې تر ډیره خوراکي توکي شامل دي.

په لویدیځ زون کي د دې موسیسې مسؤول آصف فولاد دویچه ویله ته وویل: «د مرستو د سروې ټیمونه د لویدیځ زون تر لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته رسیدلي او هغه کورنۍ چې د ملګرو ملتونو د سروې او زموږ ټیمونو لخوا مستحقې ګڼل کیږې، ورسره مرستي کیږي.»

د فولاد په خبره حرفوي زده کړي، د میندواره میرمنو او ماشومانو له پاره مرستې او د حرفوي فني پروګرامونه یې د فعالیت نورې برخي دي. ویل کیږې دا پروګرام د دوو کلونو له پاره دي چې د اوس له پاره به یواځې د لویدیځ زون په څلورو ولایتونو کې پلي کیږي. د دغه سازمان د چارواکو په خبره، ورته پروګرام به ژر د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت ته هم وغځول شي.

طالبانو بيا له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې ده

بلخوا د بادغیس او فراه ولایت اوسیدونکي وايي دا مرستي باید اړمنو کورنیو ته ورسیږې ځکه له دې مخکې یو شمیر نورو نړیوالو بنسټونو چې په افغانستان کې مرستې ویشلې ټول اړمن نه دې ترې برخمن شوې.

د فراه د بکوا ولسوالۍ اوسیدونکی خان محمد وايي چې «میاشت مخکې زموږ کلي ته مرستې راغلې زما دوه ګاونډیان له ډیر سخت فقر سره مخ وه خو د ملکانو په مرسته هغه چا ته مرستې ورسیدلې چې اقتصادي شرایط ېې ښه وه خو هغوی ځکه چې هغوی د کلي مشران وو.»

آرشیف: په کابل کي یوه افغانه میرمن چې بشري مرسته ېې ترلاسه کړي
آرشیف: په کابل کي یوه افغانه میرمن چې بشري مرسته ېې ترلاسه کړي انځور: Ali Khara/REUTERS

د بادغیس اوسیدونکی نظر محمد هم ورته نظر لري او له دویچه ویله سره په خبرو کې یې وویل چې «مرستې تر ډیره بریده ښاري سیمو ته ځانګړي کیږي او کلیوالي خلګ ترې ډیر کم برخمن وي.»

 بلخوا د جرمني هیواد د هلپ موسسې مسؤولین واېې د امنیت په رامینځ ته کیدو سره دوې تر ډیرو لرې پرتو سیمو رسیدلې او هغه سیمې چې د نړیوال سازمان د مربوطه څانګو لخوا مستحقې پیژندل شوي مرستي به ور ورسیږې.

په بادغیس کي زلزله ځپلي د ژمي په یخنۍ کي بې سرپناه دي

د چارو کارپوه محمد یونس افغان واېې چې زموږ هیله له نړیوالو خیریه بنسټونه دا ده چې مرستي داسې وویشې چې اړمن ترې برخمن شي: «د افغانستان ډیر سلنه خلک بیوزله او بیکار شوي مرستو ته اړتیا لري خو باید لومړیتوبونه په نظر کې ونیول شي، ډیر مثالونه شته چې یو شمیر کسانو څو ځلې مرستې ترلاسه کړي خو ځینې چې اړمن هم وه ترې بې برخي پاتې شوي.»

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته  که څه هم له دې هیواد سره بشري مرستې لاهم رواني دي خو د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کي ویل شوي وه چې دا مهال د افغانستان ډیری خلک نه توانیږي د ژوندانه لمړني د اړتیا وړ خوراکي توکي تامین کړي او په راتلونکي ژمي کې به هلته د بیوزلۍ ګراف لا لوړ شي.