1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانانو ته دين او مذهب څومره مهم دي؟

۱۴۰۰ آبان ۱۷, دوشنبه

اکثره آلمانان وايي چي دين او مذهب د دوی په ژوند کي کوم مهم رول نه لري. له اتو پوښتل سوو څخه يوازي يو آلمانی په دې نظر دی چي عقيده نړۍ لا عادلانه کولای سي.

https://p.dw.com/p/42irO
Deutschland | Fast leere Kirche
انځور: Christoph Schmidt/dpa/picture alliance

په آلمان کي يوه نظر پوښتنه چي تر دوو زرو زيات آلمانان کښې پوښتل سوي دي، ښيي چي د دغه هیواد لوی اکثريت په دې نظر دی چي دين د دوی په ورځني ژوند کي هيڅ رول نه لري.

په نظر پوښتنه کي له پوښتل سوو کسانو څخه صرف ۳۳ سلنې ويلي چي مذهبي تعليم يو مهم څيز دی. د مذهبي تعليم په هکله له دا ډول مثبت نظر لرونکو څخه اکثريت يې ځوانان دي.
 

د نظر پوښتني د پايلو له مخي ۱۲ سلنه پوښتل سوي په دې نظر دي چي دين او مذهب په دې کي مرسته کولای سي چي په نړۍ کي عدل زيات سي. له دوی څخه دريمه برخه پر دې هم نظره ده چي مذهب په سياسي توگه هم مهم دی.

آلمان په اروپا کي يو له تر ټولو لوی عيسوي نفوس لرونکی هيواد دی. خو په دغه هيواد کي هر کال له مذهب او دين څخه د خپل ځان ليري کوونکو شمير لا زياتيږي.

د دغه هيواد اکثريت اوسېدونکي د مسيحيت په کاتوليک او  پروتستانت مذاهبو دي. په دغه هيواد کي په ورځني ژوند کي هم د کاتوليک او پروتستانت مذاهبو اغېزې ليدل کيدلای سي.

په ختځ کي د مذهبي کسانو شمير کم دی

دغه نظر پوښتنه د آلمان په ټولو برخو کي سوې ده. د پايلو له مخي يې له پوښتل سوو څخه ۳۰ سلنې يې ځانونه »متقي« يا تقوا لرونکي بللي دي. پکښي هغه کسان چي ځانونه »هيڅ هم متقي نه يم« بولي ۳۵ سلنه دی. د آلمان د ختيځو سيمو اکثره اوسيدونکو ويلي دي چي هغوی مذهبي نه دي. د آلمان تر بېرته يوځای کېدو مخکي شرقي آلمان د پخواني شوروي اتحاد او په دې توگه د سوسياليزم تر زيات اغېز لاندي وو.

د نظر پوښتنې د پايلو له مخي د آلمان په بايرن، باډن ويورټمبېرگ او لوېديځو ايالتونو کي ژوند کوونکي اکثره کسان ځانونه »متقي او پرهيزگار« بولي. حال دا چي په ختيځو برخو کي صرف ۲۱ سلنه کسان ځانونه متقي گڼي.

په ټوليزه توگه د ۶۱ سلنې آلمانيانو دا نظر دی چي دين او مذهب د هغوی په ژوند کي هيڅ ډول اغېز نه لري.

ځوانان زیات مثبت نظر لري

په نظر پوښتنه کي روښانه سوې چي اکثريت پوښتل سوو ځوانانو د دين او مذهب په هکله له قاطع فيصله او قضاوت کولو څخه ډډه کړې ده. د ۱۸ او ۲۹ کلنو تر منځ کسانو څخه ۱۵ سلنه يې يا خو په دې تړاو جواب نه دی ورکړی او يا يې ويلي چي دوی په دې نه پوهيږي.

په دې توگه ويل کيدلای سي چي د آلمان ځوانان په دې هکله د ځان پوهولو په تلاښ کي دي. له دوی څخه ۱۶ سلنه ځوانانو ويلي دي چي »مذهب په دې کي مثبت رول لرلای سي چي دا نړۍ زياته منصفانه او عادله سي.«

کرونا او په اقليم کي بدلون

له پوښتل سوو څخه ۷۵ سلنې ويلي چي د کرونا پاندمي د هغوی پر عقيدې هيڅ اغېز نه دی درلودلی او پکښي توپير نه دی راغلی. خو له پوښتل سوو ځوانانو څخه ۱۲ سلنه يې په دې نظر ول چي د کرونا له کبله پر دين د هغوی عقيده ټينگه سوې ده. خو په زيات عمر لرونکو کسانو کي د يادي سلنې نيمايي اندازه آلمانان په دې نظر دي چي کرونا پاندمي يې عقيده پياوړې کړې ده.

په نظر پوښتنه کي برخه اخيستونکو ۱۴ سلنه په دې نظر دي چي د اقليم ساتنې په برخه کي دين او مذهب رول لوبولای سي. له دا ډول نظر لرونکو څخه ۳۰ سلنه يې کم عمر لرونکي کسان دي.

د يادي نظر پوښتنې پايلي په داسي وخت کي خپرې سوي دي چي د آلمان په لنډاو سيمه کي »اديان د امن له پاره« په نوم يو نړيوال کنفرانس داير سوی دی. په دغه کنفرانس کي د نړۍ د بيلابيلو برخو استازو ګډون کړی دی.

آ./ا.ا./ن.ز.